Aal e Nabi Ke Fazail

Book Name:Aal e Nabi Ke Fazail

خلقو ئې حالت بيان کړو چې د بيمارئ د زياتوالي په سبب ناڅاپه د هغوئي مخ تور شوے وو، رنګ ئې بدل شوے وو، په دې باندې تيمور لنګ اووئيل: ما د عذاب فرښتې ليدلې وې، هغه زما په لور را روانے وې، د دې ليدلو سره په ما باندې غم ډير غالب شو د کوم په وجه چې زما رنګ تور شوے وو، بيا  زر د اُمَّت غمخوار نبـي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  تشريف راوړو او فرښتو ته ئې اوفرمائيل: دے پريږدئ ځکه چې دے زما د اولاد (يعنې د سيدانو) سره محبت کوي. دا ئې چې واوريدل نو فرښتې بيرته لاړې.

علامه يوسف بن اسماعيل نبهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکي: تيمور لنګ د وفات نه پس چا په خوب کښې اوليدلو چې خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف فرما [يعني ناست] دے او په خوا کښې ورسره تيمور لنګ هم ناست دے، خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوب ليدونکي ته اوفرمائيل: اے محمد بن حَسَن! تيمور زما د اولاد سره محبت کوي.[1]

فضلِ رَبّ سے دوجہاں میں کامیابی پائے گا          دِل سے جو شیدا ہوا اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا

اے خُدائے مصطفےٰ ! ایمان پر ہو خاتمہ                 مغفرت کر! واسطہ اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا

جینا مرنا اُن کی الت میں ہو یارَبّ! اور ہو               قرب جنّت میں عطا اَصْحاب و اَہْلِ بیت کا

 صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                                                      صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د هغوئي د پاکئ بيان خدائے پاک فرمائي

اے عاشقانِ رَسُول! زمونږ د خوږ آقا، مکي مدني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اولادِ پاک ډيرې


 

 



[1] الشرف المؤبد مترجم، ص:۲۶۱