Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

هغه ځايونه دي، چرته چې د الله پاک رحمت هر وخت راوريږي * د اوليائے کرامو مزارونو ته د حاضرئ په برکت سره ايمان مضبوطيږي * د دې خلقو، عزت، شان ته په کتلو سره په زړۀ کښې د نيکو کارونو اهميت زياتيږي * دلته د الله پاک کرم په ښکاره سترګو ليدلے کيږي * په مزارونو باندې د ګَڼې ګُوڼې ليدلو سره د الله پاک په وعدو باندې ايمان نور هم مضبوط شي.

پِير مهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د اوچتې مرتبې عالمِ دِين، سيد زاده او ډير لوئي ولئ کامِل دے، هغوئي به هر کال د بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف ته حاضري کوله، يو ځل هغوئي پاکپتن ته تشريف يوړلو نو چا بدعقيده کس ترينه پوښتنه اوکړه: تاسو خو عالِمِ دِين يئ، تاسو هم مزارونو له ځئ؟ پِير مهر علي شاه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: زه خو دلته د قرآن د آيت تفسير په سترګو ليدلو د پاره راځم. هغه بدعقيده کس په حيرانتيا سره پوښتنه اوکړه: د کوم آيت تفسير؟ اوئې فرمائيل: د الله پاک فرمان مبارک دے:

فَاذْکُرُوْنِیْۤ اَذْکُرْکُمْ (پارہ:2، اَلْبَقَرَہ:152)

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: نو تاسو ما ياد کړئ، زه به تاسو ياد کړم.

بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه هستي ده، چا چې ټول ژوند د الله پاک په ذِکر کښې تير کړے وو، زه اوس د دې ليدلو د پاره راځم چې آيا واقعي اوس خلق هغوئي يادوي، هغه به د الله پاک ذِکر کولو، اوس مخلوق فريد فريد کوي. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! مزارونو ته تللو سره مونږ ته دا ترغيب ميلاويږي، [په زړۀ کښې] دننه د نيکو جذبې راپيدا کيږي چې اوګوره! دا د الله پاک نيکان بندګان.۔۔!! دوئي ټول عمر د الله پاک په فرمانبردارئ کښې تير کړے وو، په آخرت کښې چې به دوئي ته کوم اَجر او ثواب ميلاويږي، هغه خو به ميلاويږي، الله پاک په دې دُنيا کښې هم په دوئي باندې کرم اوفرمائيلو او د دوئي


 

 



[1]... مہر منیر، صفحہ:430، 431 خلاصۃً۔