Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

عِلمِ دِين به زده کووم * په اَدب به کښينم * نصيحت به حاصلووم * د اَحمَدِ مجتبیٰ، مُحَمَّد مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په پاک نوم اوريدو به درودِ پاک لولم.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

اے خواجه! سوزم

عالِمِ باعَمَل، پيرِ کامِل،  اعلیٰ حضرت، امامِ اهلسنت، مولانا شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما پير بهائي او زما د والد صاحب شاګرد مولانا برکات احمد صاحب (رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) بيان کړل، هغوئي فرمائيلي چې: ما په خپلو سترګو اوليدل چې يو غير مسلمه وو، چې د هغه د سر نه واخله تر ښپو پورې غټې غټې دانې راختلې وې، خُدائے خبر چې څومره [دانې پرې راختلې] وې. هغه غير مسلمه به ټيک د غرمې په وخت د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار شريف ته راتللو او د دربار شريف مخې ته به په ګرمو کاڼو ډډې په ډډې اَووښتو او ورسره ورسره به يـې دا وئيل: کَھواجَہ اَگن لگی (اے خواجه! سوزم)۔ درې ورځې پرله پسې هغه هم داسې کول، په دريمه ورځ ما اوليدل چې هغه بالکل ټيک شوے دے (يعنې د هغه ټولې دانې ښې شوې دي)۔ ([1])

****

خواجۂ خواجگاں!       غریب  نواز ، غریب  نواز قبلۂ عارِفاں!          غریب  نواز ، غریب  نواز

مُرشِدِ ناقِصاں!       غریب  نواز ، غریب  نواز رہبرِ کامِلاں!           غریب  نواز ، غریب  نواز

ہادیِ گمرہاں!         غریب  نواز ، غریب  نواز مُصْلحِ عاصیاں!        غریب  نواز ، غریب  نواز

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد


 

 



[1]... ملفوظات اعلیٰ حضرت، حصہ سوم، صفحہ:384  ۔