Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

محلّې والا خوب ته پريښودل. د هر قِسمه دوايئ باوجود هم د هغه څه ګزاره اونشوه.

علامه غلام جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په بله ورځ د هغه څوک خپل د هغه سره د ميلاويدو د پاره راغے. ما هغه کَس ته اووئيل چې دے په څه مرض کښې نه بلکې د خپلې ګُستاخئ د جُملې په وجه په سزا کښې اخته دے، دې بے ادبه ته اووايه چې د خپلې جملې نه توبه کړي هم دغه د ده دوائي ده. بهر حال هغه ته د توبې د پاره اووئيلے شول خو نه يـې منله آخر د خپلې مور په مِنتونو په زارو هغه بے ادبه د خپلې ګستاخئ د جُملې نه توبه کړه نو هغه ته د درد نه آرام ميلاؤ شو. ([1])

محفوظ سَدا رکھنا شہا! بے ادبوں سے  اور مجھ سے بھی سرزد نہ کبھی بے ادبی ہو ([2])

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

د بيان خلاصه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږه د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ذِکرِ خير اوريدو سعادت حاصل کړو. هغوئي د الله پاک او د هغه د حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره رښتونے محبت لرونکے عظيم الشان وَلِـیُّ الله وو. الله پاک هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته داسې شان عطا کړے وو چې لوئي لوئي بادشاهان او د خپلې زمانې نامور خلق به د هغوئي په بارګاه کښې د حاضرئ د پاره راتلل. ډيرو لويو لويو خلقو د هغوئي په نوم قصيدې ليکلې دي. الله پاک هغوئي ته داسې شان عطا کړے وو چې د هغه په عطا سره به هغوئي د حاجت مندو حاجتونه پوره کول. د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا فيضان صرف د هغوئي د ژوند سره خاص نه وو بلکې په غوښتونکو [يعنې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دربار مبارک ته


 

 



[1]... بشیر القاری، صفحہ:11، 12 خلاصۃً۔

[2]... وسائلِ بخشش، صفحہ:315۔