Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

ته سلام کوي دوئي به د هغه د سلام جواب ورکوي. ([1])

 تاسو په بخښلے شوو کښې يئ.۔۔!!

حضرت بابا فريد ګنج شکر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې د هغوئي مزار شريف په پاکپتن کښې دے، هغوئي هم ډير لوئي ولئ کامِل دے، فرمائي: يو ځل زه اجمير شريف ته حاضر شوم او د حضرت خواجه مُعِينُ الدِّين چشتي يعنې د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د روضې مبارکې سره ايسار شوم، دا د عَرَفې شپه وه، ما د مزار په خوا کښې (د قبلې په لور مخ کړو او) نـمونځ مې ادا کړو، بيا هم هلته کښيناستم او په تلاوت کښې مشغول شوم. دلته مې په ناسته 15 سيپارې تلاوت کړې وې، د سُورۀ کَهف يا سُورۀ مريَم تلاوت مې کولو چې زما نه په لوستلو کښې غلطي اوشوه او يو حرف رانه پاتې شو. ما ته د دې غلطئ اِحساس نه وو شوے، ما چې وړاندې تلاوت شروع کړو نو د مزار مبارک نه آواز راغے: دا حرف دې پريښودو، بيا يـې اولوله! ما د هغه ځائے نه بيا اولوستو، بيا آواز راغے: ښۀ تلاوت کوې، خَلفُ الرَّشِيد (يعنې ښه ځويه) هم داسې کوه. بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: د دې نه پس ما تلاوت کولو، کله چې ما تلاوت مکمل کړو نو ما په ژړا ژړا دُعاګانې کولې، زما سره دا ويره وه چې آه! پته نه لګي چې زه به په بخښلے شوو کښې يم او که نه، د دې ويرې په سبب ما ژړل چې ناڅاپه د مزار شريف نه آواز راغلے: مولانا! څوک چې داسې نـمونځ کوي، هغه په بخښلے شوو کښې دے. ([2])

د شپې د نـمونځ فضيلتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د دې واقعې نه معلومه شوه چې * مزارونو له تلل


 

 



[1]...  معجم اوسط، جلد:3، صفحہ: 7، حدیث:3700۔

[2]...  ہند کے مرشِدِ اعظم، صفحہ:133۔