Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

ړوند ته د الله پاک په عطا کړے شوي روحاني طاقت سره د نابينايئ د مرض نه شِفا عطا کړه او بينا يـې کړو. بهر حال که څوک دا عقيده لري چې الله پاک چا نبي يا ولي ته د مرض نه د شِفا ورکولو يا د څه عطا کولو اِختيار هډو ورکړے نه دے نو داسې کَس د قرآن حُکم دروغ ګڼي. په دريمه سيپاره سورۀ اٰلِ عمران آيت نمبر 49 کښې د حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  قول نقل کړے شوے دے:

وَ اُبْرِیُٔ الْاَکْمَہَ وَ الْاَبْرَصَ وَ اُحْیِ الْمَوْتٰی بِاِذْنِ اللّٰہِ ۚ 

[مفهوم] ترجمهٴ کنزُ الْعِرفان: او زه پيدائشي ړندو او د برګي مريضانو ته شِفا ورکووم او زه د الله په حُکم مړي ژوندي کووم.

تاسو اوکتل! حضرت عيسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام  صفا صفا اعلان فرمائي چې زه د الله پاک په راکړے شوي طاقت پيدائشي ړاندو ته بينائي او د برګي مريضانو ته شفا ورکووم تر دې چې مړي هم راژوندي کووم. د الله پاک له طرفه انبيائے کرامو علَيهِمُ السَّلام ته قِسما قِسم اختيارات ورکولے کيږي او په فيضانِ انبياءِ کرام علَيهِمُ السَّلام سره اولياءِ عُظام رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم ته هم اِختيارات ورکولے کيږي، لہٰذا هغوئي هم شِفا ورکولے شي او ډير څه عطا کولے شي.

بهر حال! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! مونږ ته د اوليائے کرامو په باره کښې هميشه ښه عقيده ساتل پکار ده، د هغوئي د بے ادبئ نه بچ کيدل، د هغوئي د مزارونو او تبرکاتو د بے ادبئ نه ځان ساتل ډير ضروري دي، ګنې د ډيرو سختو نقصانونو سره مخ کيدے شو.

د مزارِ پاک د بے ادبئ سزا

حضرت علامه مولانا غلام جيلاني ميرټهي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه بيان فرمائي چې يو ځل يو بد مذهبه د حضرت سُلطانُ المَشائخ محبوبِ الٰہی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار شريف بے ادبي اوکړه او اوئې وئيل چې هلته څه پراته دي د خاورو ډيرے دے. د الله پاک قدرت چې د هغه د بدن په څه حصه کښې دومره سخت درد پيدا شو چې ټوله شپه نه پخپله اوده شو او نه يـې