Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

يو فرق دے. مونږه مزارونو ته حاضريږو بزرګانو نه د فيض [يعنې برکتونه] حاصلولو د پاره خو زمونږه خوږ نبي، مکي مَدَني، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به مزارونو ته تشريف وړلو، هغوئي ته د فيض ورکولو د پاره.

د فرښتو يو سُنَّت

دغه شان د اوليائے کرامو مزارونو له تلل د فرښتو هم سُنَّت دي. آو جي! په حديثِ پاک کښې دي: د مسلمانانو څلورم خليفه حضرت علـیُّ المُرتضٰی، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: رسولِ ذيشان، مکّي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: اے علي! قرآن زده کړه! نورو ته يـې اوښايه! تا ته به په هر حَرف باندې 10 نيکئ ميلاويږي او کله چې وفات شې نو تا ته به د شهادت مرتبه نصيب کيږي او اِنْ مِتَّ حَجَّتِ الْمَلَائِکَۃُ اِلیٰ قَبْرِکَ کَمَا یَحُجُّ النَّاسُ اِلَی الْبَیْتِ الْعَتِیْق کله چې تۀ وفات شې نو فرښتې به ستا قبر له هُم داسې زيارت له راځي، لکه څنګه چې خلق بيت العتيق (يعنې کعبې شريفې) ته د زيارت د پاره ځي. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! غور اوکړئ! څومره چې هم اوليائے کرام دي، اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! ټول قرآنِ کريم لوستونکي، نورو ته د قرآن او سُنَّت تعليم ورکوونکي دي، چې د اهلِ قرآن (يعنې د قرآنِ کريم زده کوونکو او ښودونکو نيکانو خلقو) مزارونو ته فرښتې هم حاضريږي نو مونږه ګنهګاران ولې حاضر نه شو، ولې د اوليائے کرامو فيضان حاصل نکړو.۔۔؟؟

مزارونو له د تللو برکتونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د اوليائے کرامو د مزارونو ډير برکتونه دي * دا


 

 



[1]...  جمع الجوامع، جلد:9، صفحہ:159،، حدیث:27914 ۔