Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

په مزارونو باندې يـې رَش جوړ کړو، دوئي خو پخپله د دُنيا نه تلي دي خو دوئي سره د مينه لرونکو د ايصال ثواب په ذريعه د دوئي د نيکو ميټر اوس هم روان دے. دا نيکې جذبې مونږه هم د نيکئ د پاره راپاروي او په نيک جوړيدو کښې مدد راکوي.

* دغه شان د اوليائے کرامو په برکتونو کښې يو برکت دا هم دے چې دلته دُعاګانې زر قبليږي، يقيناً الله پاک په هر ځائے کښې دعا قبلوي، که مونږ د خپل کور په ګوټ کښې کښينو او دعا کوو، الله پاک هلته هم زمونږه دعا قبلوي خو د اوليائے کرامو په خوا کښې، د خپلو دې بندګانو په وسيله باندې يـې زر قبلوي (يعنې زمونږه د ګنهګارانو مُرادونه پوره کوي).

ړوند ته بينائي نصيب شوه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! دا واقعي چې حقيقت دے، که يقين پوخ وي نو د اوليائے کرامو د مزارونو نه فيضان [يعنې برکتونه] حاصليږي. وائي چې: يو ځل اَورنګ زَيب عالمګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سلطان الـهِند خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار ته حاضر شو. په دالان کښې يو ړوند فقير ناست وو او آواز يـې کولو: اے خواجه غريب نوازه! سترګې راکړئ. هغوئي د هغه فقير نه پوښتنه اوکړه: بابا! د سترګو غوښتلو مو څومره موده اوشوه؟ اوئې وئيل: کلونه تير شول خو مُراد مې نه پوره کيږي. اوئې فرمائيل: زه مزار شريف ته حاضري کووم او لږ ساعت پس واپس راځم که سترګې دې ټيک شوې نو فَبِهَا (يعنې ډير ښه) ګنې قتل به دې کړم. بادشاه دا اووئيل او په فقير باندې يـې څوکئ اولګوله او پخپله د حاضرئ د پاره دننه لاړلو. هلته په فقير باندې ويره راغله او هغه په ژړا ژړا فرياد شروع کړو: اے خواجه! مخکښې خو صرف د سترګو مسئله وه اوس خو مې د سر خطره شوه، که تاسو کرم اونه فرمائيلو نو مړ به مې کړي. چې کله بادشاه د حاضرئ کولو نه پس راواپس شو نو د هغه سترګې ټيک شوې وې. بادشاه مُسکے شو او اوئې