Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

د خواجه حُضُور رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مختصر تعارُف

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپږمې صدئ هجرئ ډير د اوچتې مرتبې شخصيت دے، هغوئي په 537 هجرئ کښې د سَجِستان په علاقه سَنجر کښې دنيا ته تشريف راوړلو، په دې نسبت سره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته سنجري وئيلے شي. ([1]) د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پاک نوم: حَسَن دے او *مُعِينُ الدِّين * غريب نواز * سلطانُ الـهِند * وارِثُ النَّبي * عطائے رسول وغيره يـې مشهور لَقبونه دي. اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نَجِيبُ الطَّرَفَين دے يعنې د والِد او والدې دواړو طرفو نه سَيَّد زاده دے، ([2]) په 12 واسطو سره د هغوئي سلسلۀ نسب د مسلمانانو څلورم خليفه مولیٰ علي شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته رَسي. ([3])

چراغِ انجمنِ اَوْلیا غریب نواز                  امینِ سَطْوَتِ خیبر کُشَا غریب نواز

گُلِ حدیقۂ حسنین، نورِ چَشْمِ علی                       فدائے سیرتِ خیر الوریٰ غریب نواز

د شعرونو مفهوم: اے خواجه غريب نوازه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ! تاسو د اوليائے کرامو د محفل شمع يئ، تاسو د خيبر فتح کوونکي مولائے کائنات، مولا علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د بهادرئ امين يئ، تاسو د امامِ حَسَن او د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما د باغ ګُل او د حضرت علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سترګو تور يئ او د مصطفٰے جانِ رَحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو مئين يئ.

مَاشَآءَ الله! خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د عِلمِ دين سره ډير شوق لرلو، د هغوئي عمر 15 کاله وو، چې د هغوئي والِد محترم د دې دنيا نه سفر اوکړو، په وراثت کښې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته يو باغ او يوه جرنده ميلاؤ شوه، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باغ خرڅ کړو،


 

 



[1]... اِقْتِباسُ الْاَنْوا، صفحہ:345۔

[2]... فیضان خواجہ غریب نواز، صفحہ:3 ۔

[3]... اِقْتِباسُ الْاَنْوار، صفحہ:346 ۔