Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

درسِ فيضانِ سُنَّت ورکولو يا اوريدو، د صاحبِ مزار د ايصال ثواب د پاره لاس په لاس په مَدَني قافلو کښې د سفر او روزانه د خپلې جائزې اخستو په ذريعه د نيک اعمال د رسالې ډکولو ترغيب ورکوي. * د شُعبه مزاراتِ اوليا تحت د عُرس په ورځو کښې د صاحبِ مزار په خدمت کښې د ډير ثواب تحفه هم وړاندې کوي * د صاحبِ مزار بزرګ د سجاده نشين * خُلَفَاؤ او د مزارونو د مُتَوِلّي صاحبانو سره وخت په وخت ملاقات کوي او هغوئي د دعوتِ اِسلامي د خدمتونو، د جامعاتُ الـمدينه او مدارسُ الـمدينه او په بهر ملکونو کښې د کيدونکو ديني کارونو وغيره نه د خبر ساتلو کوشش کوي.

اللہ کرم ایسا کرے تجھ پہ جہاں میں

اے دعوتِ اسلامی تری دُھوم مچی ہو

الله دې کرم اوکړي په تا داسې په جهان کښې

اے دعوتِ اسلامي ته دې عام شې په هر ځائے

د رجب د روژو فضائل

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! مبارکه مياشت رَجَبُ المُرَجَّب جاري ده، د دې مبارکې مياشتې يو اهم ترين عبادت روژې نيول دي. *حضرت عُروَه بن زُبير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د حضرت عبد الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُما نه پوښتنه اوکړه: آيا د الله پاک نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به په رَجَبُ المُرَجَّب کښې روژې نيولې؟ اوئې فرمائيل: آو! (روژې به يـې هم نيولې) او دې له به يـې اهميت هم ورکولو. ([1])

*د جنّتي صحابي حضرت اَنَس بن مالِک رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، سرکارِ نامدار، د دواړو جهانونو مالِک او مختار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: چا چې په ماهِ حرام کښې


 

 



[1]... کنزالعمال، جزء:8، جلد:4، صفحہ:301، حدیث:24596۔