Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

کيشن په ذريعه په آسانئ  سره کتلے شئ * نور دا چې قرآني آيتونه، ترجمه او تفسير په واټس ايپ (Whats App)، فيس بُک (Facebook) وغيره باندې د خپلو دوستانو سره شيئر کولے هم شئ. دا ايپلي کيشن په خپل موبائل کښې انسټال کړئ، عِلمِ دِين زده کړئ او نورو ته يـې هُم اورسوئ او د نيکئ د دعوت عام کولو ثواب اوګټئ.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!            صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

په مزارونو باندې د حاضرئ مَدَني ګلونه

خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د بيان په آخره کښې مزارونو ته د حاضرئ يو څو مَدَني ګلونه وړاندې کووم. شيخِ طريقت، اميرِ اهلسنت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه مزار شريف ته د حاضريدو طريقه بيانولو کښې فرمائي: * که مـمکن وي نو د کوز سر [يعنې ښپو] اړخ نه ورځئ * د صاحبِ مزار د مخ مبارک په لور مخ او د کعبے په لور شا کوئ او اودريږئ * د مزار شريف نه کم او زيات څلور لاسونه يعنې دوه ګزه لرې اوسئ * که څوک بالکل نزدې ورغے يا ډير لرې پاتې شو نو بيا هم هيڅ ګناه نشته * چې تلاوت کوونکو او نورو عبادت کوونکو ته څه پريشاني اُونشي ځکه په درميانه آواز کښې داسې سلام عرض کړئ: اَلسّلَامُ عَلَیْکَ یَاسَیِّدِیْ وَرَحمَۃُ اللّٰہِ وَبَرَکَاتُہٗ يعنې اے زما سرداره! په تاسو باندې دې سلام وي * بيا 11 کَرَته قُلْ ھُوَ اللہ [يعنې سورۀ اخلاص] شريف، اَوّل و آخر درې درې کرته دُرُودِ پاک اولولئ او ثواب يـې ايصال کړئ [يعنې صاحبِ مزار ته يـې ثواب اوبخښئ]۔ د ايصالِ ثواب د پاره دا لوستل لازمي نه دي بلکې څه هم وئيلے شئ مثلاً د يو ځل دُرُود شريف لوستلو سره هم ايصالِ ثواب کيدے شي بلکې د نـمونځونو، روژو، حج، عمرې، د نيکئ دعوت، د لارې نه څه ګټه وغيره لرې کول د پاره د دې چې مسلمانانو ته تکليف اُونه رسي، د سُنتو اجتماع او په مَدَني مذاکره کښې شرکت