Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

د اُستُنِ حنَّانَه واقعه ډيره مشهوره ده۔ په بخاري شريف کښې روايت موجود دے، په مسجدِ نبوي شريف کښې د کجورې د يوې وَچې وَنې يو ستن وه، سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه ستنې ته ډډه وهله او خطبه به ئې فرمائيله۔ بيا د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره د لرګي منبر جوړ کړے شو، د جُمعې ورځ وه، رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جُمات ته تشريف راوړلو، په منبر ئې تشريف کيښودلو او ناڅاپه د چا د ژړا آواز راغلے (لکه يو ماشوم چې ډير په درد سره په سلګو سلګو ژاړي)، چې اوئې کتل نو هغه د کجورې (هٰغه) وچه ستنه وه کومې ته چې به د دواړو جهانونو سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم (د ډډې وهلو سره) خطبه فرمائيله، د مصطفٰے
صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په جدائيئ کښې ئې په سلګو سلګو ژړل، د دواړو جهانونو رحمت، د مکې مدينې سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې ژړا نه شوه ليدلے، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د منبر مبارک نه لاندې راکوز شولو، د هغه ستَنې خوا له ئې تشريف يوړلو، په هغې باندې ئې د شفقت لاس کيښودلو او په بخاري شريف کښې لفظونه دي چې رحمتِ عالَم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغې ستَنې چپ کولو د پاره (هغه) سينې ته راجُخته کړله، اوس څه وو، لکه څنګه چې په ژړا شوے ماشوم مور سينې ته راجُخت کړي نو هغه وړې وړې سلګئ وهي، هغې ستَنې هم داسې سلګئ وهلې، تر دې پورې چې چپ شوه۔ ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! دا دے عام رحمت، په ټولو باندې رحمت، په ټولو باندې شفقت۔۔۔!! کاش! چې د دواړو جهانونو د رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې رحمت او شفقت يو څاڅکے زمونږه هم نصيب شي، کاش! مونږه هم رحم دِله شو۔

رحم دِلي او زمونږه بے حاله حال

آه! زمونږه حال بے حاله دے، اوس خو زمونږه زړونه داسې سخت شوي دي چې جمادات خو ډيره غټه خبره ده، په ژوندو ځناورو باندې مو هم رحم نه راځي بلکه ځناور خو ځناور دي، په انسانانو باندې څوک رحم کوي بلکه اوس خو معامله د دې نه هم وړاندې تلې ده، په غيرو باندې به رحم څوک کوي، اوس خو انسانان په وَحشَت او ظلم کښې د جاهليت د زمانې مثالونه بيرته تازه کوي، په خپل اولاد باندې، په وړو وړو ګلونو جينکو ماشومانو باندې داسې ظلم زور کوي چې زړه خُلې له راځي، په اخبارونو کښې او په سوشل ميډيا وغيره باندې خبرونه راځي، څوک واړه ماشومان مړه کړي او پخپله هم ځان ووژني، څوک د جينکو ماشومانو پرله پسې د زيږيدو نه تنګ شي او مور ئې هم مړه کړي، وَړه ماشومه هم ووژني۔


 

 



[1]...بخاری، کتاب  المناقب، باب علامات النبوۃ، صفحہ:913، حدیث:3585۔