Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

يعني چې هر يو څيز وي، انسان وي، ځناور وي، ګډې، چيلئ (بيزې) ، غواګانې، واړه واړه ميږي، ماشي، مرغئ، غرض په ټولو مخلوقاتو باندې رحم کول، په هغوئي باندې شفقت کول، دا د خوږ نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د (طرف نه د) هر مسلمان د پاره نصيحت دے۔

جنّت ته د تللو د پاره رحم دِلي ضروري ده

د حضرت ابو موسٰی اَشعرِي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے، د دواړو جهانونو د پاره رحمت، صاحب د کوثر، او مالِک د جنَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: لَا تَدْخُلُوا الْجَنَّۃَ حَتّیٰ تَرَاحَمُوْا يعني تاسو تر هغه وخته پورې جنَّت ته نشئ تللے، تر څو پورې چې په خپل مينځ کښې رحم دِله نه شئ۔ صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان عرض اوکړو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! کُلُّنَا رَحِیْمٌ يعني مونږ ټول رحم کوونکي يو۔ اوئې فرمائيل: مطلب دا نه دے چې په تاسو کښې څوک په خپل ملګري باندې رحم اوکړي بلکه د دې نه مراد عام رحمت دے (يعني د ټول مخلوق انسانانو، ځناورو، مچو، ميږو وغيره ټولو د پاره رحم دِله شئ)۔([1]) 

(2): د رحم دِلئ مقدار څومره وي۔۔۔؟

اے عاشقانِ رَسُول! مونږ ته خو په ټول مخلوق باندې رحم کول دي، د هغوئي سره د احسان او ښيګړې والا معامله خو کول دي، په ذِهِن کښې سوال پيدا کيږي چې د رحم دِلئ مقدار څومره پکار دے؟ مونږه په نورو باندې تر کومه حده پورې رحم اوکړو؟ امام شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په مخلوقاتو کښې چې هر يو پخپله د خپل ځان د پاره څومره رحم دِله وي، مونږه د هغوئي په حق کښې د هغې نه هم زيات رحم دِله شو، دا وراثت مصطفٰے دے۔ ([2])

اللہ اَکْبَر! اے عاشقانِ رَسُول! د اِسلام حُسن ته اوګورئ! اِسلام صرف مونږ ته د رحم دِلئ تعليم نه راکوي بلکه اسلام دا وائي چې د الله پاک يو مخلوق چې پخپله په خپل حق کښې څومره رحم دِله دے، ته د هغوئي نه زيات په هغوئي باندې رحم دِله شه! سُبْحٰنَ اللہ!

په مونږ کښې به کيدے شي چې د ټولو دا تجربه شوې وي چې مونږه خپل ځان له پړَق ورکوو نو دومره په زوره ئې نشو ورکولے، لکه څومره په زوره چې ئې نورو له ورکولے شو۔ تجربه پرې اوکړئ او اوګورئ! انسان چې لاس


 

 



[1]...مستدرک، کتاب البر والصلۃ، جلد:4، صفحہ:282، حدیث:7389۔

[2]...لواقح الانوار القدسیہ ،العہد السابع و السبعون بعد المائۃ ، جلد:1،صفحہ:573۔