Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

ماشومه په پريشر ککر کښې د کيښودو سره۔۔۔۔

د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ډيره ښکلې رساله ده: زِندہ بیٹی کنویں میں پھینک دی د لونړو د عزت او عظمت په باره کښې په دې رساله کښې ډير ګټه ور معلومات دي، هر يو له لوستل پکار ده، که چرې په سينه کښې زړه وي او ژوندے وي نو اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دې رسالې لوستلو سره به د سترګو اوښکې بندې نه کړے شئ۔ په دې رساله کښې اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه يوه ډيره زړه بوږنيدونکې واقعه ليکلې ده، فرمائي: د کشمير په يوه علاقه کښې د يو کَس 5 لونړه وې او شپږمه پيدا کيدونکې وه۔ هغه يوه ورځ خپلې ښځې ته اووئيل چې که چرې دا ځل هم ستا لور پيدا شوه نو زه به تا د نوې زيږيدلې ماشومې سره اووژنم۔ د هجرئ سن 1426 د رمضان المبارک په دريمه شپه (8 اکتوبر 2005) ئې بله لور پيدا شوله۔ سحر د ماشومې د مور د ژړا انګولا د پروا کولو بغير هغه بے رحمه پلار (مَعَاذَ الله ) خپله د ګل په شان ژوندئ ماشومه راواخِستله او پريشر کُکر ته ئې اوغورځوله او په چولها باندې ئې کيښوده! سمدست پريشر کُکر اوچاودلو او ورسره وحشتناکه زلزله راغله، د سترګو په رَپ کښې هغه کَس په زمکه دننه شو۔ د ماشومې مور په زخمي حالت کښې بچ کړے شوه او غالِباً د هغې په ذريعه د دې زړه بوږنيدونکې واقعې انکشاف اوشو۔ په دغه زلزله کښې د يو خبر مطابق د 2 لاکهه نه زيات تنان مړه شول۔ ([1])

الله پاک دې زمونږه په حال باندې رحم اوکړي! دا څنګه بے رحمي ده، دا يو دوه واقعې نه دي، اوس هم داسې خبرونه (ډير)  راځي۔ د رحمتونو والا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت او شفقت په وسيله کاش! چې مونږه هم رحم دِله شو۔

څوک چې رحم نه کوي، په هغه رحم نه شي کولے

د ترمذي شريف حديثِ پاک دے، يو ځل حُضُور نبئ رحمت، شفيعِ اُمّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل لمسي امام حَسَن او امامِ حُسين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهما ښکل کړل، په خوا کښې ورسره يو کَس ناست وو، هغه اووئيل: زما 10 ځامن دي، زه خو په هغوئي کښې يو هم نه ښکلوم، رحيم او کريم آقا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه کَس ته اوکتل، بيا ئې اوفرمائيل: څوک چې رحم نه کوي، په هغه باندې رحم نه شي کولے۔ ([2])


 

 



[1]...زندہ بیٹی کنویں میں پھینک دی، صفحہ:5۔

[2]...بخاری، کتاب الادب، باب رحمۃ الولد، صفحہ:1497، حدیث:5997۔