Book Name:Reham Dili Kesay Mili
اوچت کړي او په خپل پوره طاقت سره ځان له پړق ورکوي، د وروستو نه به لاس ډير په زور سره راځي خو چې رانزدې شي نو پخپله به په مزه شي، مطلب دا چې مونږه به خپل ځان له ښه مضبوط پړق نشو ورکولے۔ ولې؟ ځکه چې مونږ خوږيږو، معلومه ده چې پړق اوخورو نو درد به کوي، ځکه لاس پخپله اودريږي، دا زمونږه په خپل ځان باندې شفقت دے، دا زمونږه په خپل ذات باندې رحم دے۔ د دې رحم او شفقت نه څو چنده زيات په نورو باندې رحم کول، دا د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وراثت دے۔
د حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام رحم دِلي
د الله پاک نبي حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام ډير جلال والا وو او د دې سره سره ډير رحم دِله هم وو، د نبوت د اعلان نه مخکښې به هغوئي د چيلو (بيزو) روزنه پالنه کوله، يو ځل داسې اوشول چې يوه چيلئ (بيزه) د رَمې نه بيله شوه او اوتختيدله، حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام د هغې د رانيولو د پاره په هغې پسې تشريف يوړلو، چيلئ (بيزې) منډې وهلې، منډې وهلې، تر دې پورې چې په يو ځائے کښې د ازغو په جاخه کښې اونختله، اوس حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام هغه د جاخو نه راويستله، د هغې په بدن کښې ازغي تلي وو او په چيلئ (بيزه) پسې په تللو کښې د حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام خپې هم زخمي شوې وې خو قربان شم! د حضرت موسٰی عَلَیْهِ السَّلَام سره د خپل تکلیف هيڅ څه غم نه وو، هغوئي عَلَیْهِ السَّلَام هغه چيلئ (بيزه) په اوګه کړله، ژړل به ئې او فرمائيل به ئې: اے چيلئ! تا ځان هم ستړے کړو، زه دې هم ستړے کړم، تا سره زما هيڅ خيال نه وو، آيا خپل خيال درته هم رانغلے۔۔۔!! ([1])
اللہ اَکْبَر! د انبيائے کرامو عَلَیْهِمُ السَّلَام ځانګړے شان دے۔ دې ته وائي د ځان نه زيات په نورو باندې رحم کول۔ دا څنګه شفقت او رحمت دے۔۔۔!! کاش! چې زمونږ د ګنهګارانو، سختو زړونو والوو هم رحمت او شفقت نصيب شي۔
حضرت علي خوَّاص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي ولئ کامِل تير شوے دے، د هغوئي په کور کښې به ميږي په نظر نه راتلل، د هغوئي مبارک انداز دا وو چې هغوئي به په خپل کور کښې د وړو وړو سوړو مخې ته خوراک او د ډوډئ ټوټې کيښودلې او فرمائيل به ئې: ميږي چې کله وږي شي نو مجبوراً د رِزق لټولو د پاره د خپلو سوړو نه بهر راووځي، بيا