Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

شو۔ ([1])    

 اعلیٰ حضرت، امامِ اهلِسُنَّت، شاه امام احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: عالَم د الله پاک نه علاوه هر څه ته وئيلے شي (يعني د الله پاک نه علاوه چې څه هم دي، ټول عالَم دے)، په دې کښې انبيا او فرښتې ټول راځي، نو لازمي طور حُضُور پُرنور، سيد المرسلين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ټولو باندې رحمت او نعمت شو او هغه ټول د حُضور د سرکارِ عاليشان نه فيض اخستونکي۔ ([2])  

وہ نبیوں میں رحمت لقب پانے والا            مرادیں غریبوں کی بر لانے والا

مصیبت میں غیروں کے کام آنے والا        وہ اپنے پرائے کا غم کھانے والا

فقیروں کا ملجا، ضعیفوں کا ماوٰی،               یتیموں کا والی، غلاموں کا مولا

خطا کار سے درگزر کرنے والا                  بداندیش کے دِل میں گھر کرنے والا

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

د اُمَّتي کيدو تقاضا

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږه آقا او مولیٰ، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَحْمَةٌ لِّلعَلَمِين (يعني د ټولو جهانونو د پاره رحمت) دے او مونږه د هغوئي اُمَّتيان يو۔ د رَحْمَةٌ لِّلعَلَمِين صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّتي کيدو تقاضا ده چې مونږه هم رَحم دله جوړ شو، د مينې، محبت، ورورولئ، احسان او مهربانئ والا جذبې په زړه کښې زياتې کړو۔ د خپل وخت ډير لوئي امام، امام عبدُ الوهاب شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دې باره کښې ډير ښکلي مدني ګلونه ورکړي دي:

(1): د ټولو د پاره رحم دِله شه۔۔۔!!

هغوئي فرمائي: د رسولِ رحمت، شفيعِ اُمَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له خوا ټولو مسلمانانو ته دا نصيحت دے چې مونږه د شريعت په کرښه کښې د پاتې کيدو سره په ټول مخلوق باندې رحم او شفقت اوکړو۔([3])


 

 



[1]... تفسیر خازن، پارہ :17، سورۂ انبیاء، تحت الآیۃ:107، جلد:3، صفحہ:246۔

[2]...فتاوی رضویہ، جلد:30، صفحہ:141بتغیر قلیل۔

[3]...لواقح الانوار القدسیۃ، جلد:1، صفحہ:575۔