Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

په دې دنيا کښې زمونږه ډير دوستان دي، خپلوان دي، څوک خو بَس د خپل مطلبه پورې وي او کوم وفادار چې ټول ژوند وفا هم کوي نو صِرف د قبر د غاړې پورې، کيدے شي چې سَکَه پلار هم د خپل ځوي د پاره داسې خواهش اونکړي چې ځويه۔۔۔! زه غواړم چې، ستا په ځائے ستا په قبر کښې، پخپله سملم او ستا د طرف نه د نَکِيرَين جوابونه ورکړم۔ دا پيرانو د پير، پير دستګير، شهبازِ لامکاني، محبوبِ سبحاني، سيدنا شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دے څوک چې فرمائي: اے زما د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيانو! زما خواهش خو دا دے چې په تاسو کښې څوک هم د قبر د ويرې او يواځي کيدو سره مخ نه شي، په تاسو کښې د چا قبر هم د دوزخ کنده جوړه نه شي، زه پخپله ستاسو قبر ته کوز شم او ستاسو د طرف نه د نَکِيرَين د سوالونو جوابونه هم پخپله ورکړم د پاره د دې چې ستاسو قبر د جنّت د باغونو نه يو باغ جوړ شي او تاسو خلاصے بيامومئ۔۔۔!!

ایمان اس کا بچ گیا شیطان سے، جو تیرے      ہے سلسلے میں آ گیا بغداد والے مرشد([1])

الله پاک دې په حُضور غوثِ اعظم شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په کروړونو رحمتونه نازِل کړي۔ کاش! مونږه هم د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کامِل مُريدان جوړ شو۔

(3): په جماداتو باندې رحمت

خير! امام شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مدني ګل راکړے دے: څوک چې د ځان په باره کښې څومره رحم دله دے، مونږه د هغې نه زيات په هغوئي باندې رحم دِله شو، دا د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وراثت دے۔ مونږ له کوشش پکار دے چې مونږه رحم دله جوړ شو، په انسانانو باندې رحم اوکړو، په ځناورو، مرغو، ميږو باندې رحم اوکړو بلکه امام شعراني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: حضرت علي خواص رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خو تر دې پورې اوفرمائيل چې د عام رحمت په شرطونو کښې دا هم دي چې انسان د جماداتو (يعني د ساه نه لرونکو څيزونو) سره هم داسې رحم دلي اوکړي، لکه څنګه چې د ژوندو څيزونو سره کوي۔([2])

اوګورئ! زمونږه خوږ آقا، د مکې مدينې مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ټولو جهانونو د پاره رحمت دے، هغوئي د انسانانو د پاره رحمت، د ځناورو د پاره هم رحمت، د وَنو د پاره هم رحمت او اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! زمونږه خوږ نبي، د رحمتونو والا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د جماداتو (يعني د ساه نه لرونکو څيزونو) د پاره هم سراسر رحمت دے۔


 

 



[1]...وسائلِ بخشش، صفحہ:546۔

[2]...لواقح الانوار القدسیہ ،العہد السابع و السبعون بعد المائۃ ، جلد:1،صفحہ:573۔