Book Name:Reham Dili Kesay Mili
يو ديني کار: نيک اَعمَال هم دے۔ دا وَړه شان رساله د مکتبة المدينه نه طلب کړئ او که اوغواړئ نو د دعوتِ اسلامي د ويب سائټ (www.dawateislami.net) نه ئې ډاؤن لوډ کړئ بلکه که نوره آساني غواړئ نو په خپل موبائل کښې Naik Amal ايپلي کيشن انسټال کړئ، په دې کښې په مختلفو نيکو عملونو باندې مشتمل سوالونه ورکړے شوي دي، د هر سوال نه لاندې 30 خانې دي، هره ورځ د خپلې خوښې يو وخت مقرر کړئ او د خپلو عملونو جائزه اخلئ، او د هغې مطابق ژوند تيروئ، اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! د دې په برکت سره به د ګناهونو نه د بچ کيدو او د نيکو کولو ذِهِن جوړيږي، د زړه پاکي به نصيب کيږي او کردار به مو صفا ستهرا، ځلنده، ښکلے شي۔ راځئ د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے اورو:
د ضلع اټک (پنجاب، پاکستان) د يو اسلامي ورور بيان دے، ما د ګناهونو نه ډک ژوند تيرولو، فلمونه کتل، لوفري کول، لمونځونه قضا کول وغيره زما په معمولاتو کښې شامل وو، يو ځل زمونږه علاقې ته د عاشقانِ رسول مدني قافله راغله، په هغوئي کښې يو اسلامي ورور ماته د ماښام د لمونځ کولو او بيان کښې د شرکت کولو دعوت راکړو، زما خوش قسمتي وه چې زه د هغوئي سره جُمات ته لاړم، د ماښام د لمانځه نه پس بيان ما له ډيره مزه راکړه، د بيان په آخره کښې مبلغ د نیک اعمال رسالې پيژندګلو اوکړه، په رساله نیک اعمال کښې د درج د نيکو نه ډک ژوند تيرولو مدني ګل ليدو سره ماته ډيره خوشحالي ميلاؤ شوه، د دې رسالې په شکل کښې د شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه د اُمَّت د اصلاح د پاره د محنت ليدو سره ما لاس په لاس د بيعت کولو د پاره نوم ورکړو او عطّاري جوړ شوم، د وخت د ولئ کامل سره نسبت څه جوړ شو چې د ګناهونو نه بيزاره شوم او د نيکو طرفته مائل شوم، ما د ګناهونو نه توبه کړه او د دعوتِ اسلامي ديني ماحول مې د زړه نه خپل کړو، د دې په برکت سره هم ښه اثر اوشو، اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! په مزه مزه ټوله کورنئ قادري، رضوي، عطّاري جوړه شوه، په کور کښې د لمونځو پابندي شروع شوه، فلمونه ډرامې او سندرې باجې بندې شوې او د ګناهونو نه د ډک چينل په ځائے مدني چينل اولګيدو۔ ([1])
خوب مَدنی قافِلوں کی دھوم ہو نیک ہو امَّت اے نانائے حسین
’’مَدنی اِنعامات‘‘ کی ہو ریل پیل نیک ہو امَّت اے نانائے حسین([2])