Book Name:Reham Dili Kesay Mili
اے عاشقانِ رَسُول! اولاد د الله پاک نعمت دے، په دوئي رحم کول پکار دي، که ځوي وي او که لور، دواړه د الله پاک عطا ده، د دواړو سره ښه مينه پکار ده، خاص طور دې په لور زيات رحم اوکړے شي ځکه چې لونړه محبت کولو والا دي۔
د لونړو په فضيلت باندې 4 حديثونه
د الله پاک خوږ او آخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل: (1): لونړه بدې مه ګنړئ، بے شکه هغه محبت کولو والا دي۔ ([1])(2): په يو حديث شريف کښې دي: د چا چې لور پيدا شي او هغه هغې له تکليف ورنکړي او نه ئې بده اوګنړي او نه ځوي له په لور باندې فضيلت ورکړي نو الله پاک به هغه کَس جنّت ته بوځي۔ ([2]) (3): د مسلم شريف روايت دے: په کوم کَس چې د لونړو د روزنې پالنې بوج پريوځي او هغه د هغوئي سره ښه سلوک اوکړي نو دا لونړه به د هغه د پاره د دوزخ نه پرده جوړه شي۔ ([3]) (4): په يو بَل حديث شريف کښې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لونړو باندې د رحم او کرم کولو سبق ورکړلو او اوئې فرمائيل: څوک چې د خپلو بچو د پاره د بازار نه څه څيز راوړي نو هغه په دوئي باندې د صدقې کولو والا په شان دے او هغه له پکار دي چې د لونړو نه شروع اوکړي ځکه چې څوک لونړه خوشحاله کړي نو هغه د الله پاک د ويرې نه د ژړيدونکي په مثال دے او څوک چې د الله پاک په ويره کښې اوژاړي الله پاک هغه په دوزخ باندې حرام کړي۔ ([4])
په لونړو باندې قربانولو والا صالحه زنانه
د مومنانو مور، حضرت عائشه صديقه رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: زما خوا له يو غريبه زنانه راغله، د هغې سره د هغې 2 لونړه هم وې، ما هغې له 3 کجورې ورکړلې۔ هغې دواړو لونړو له يوه يوه کجوره ورکړه، بيا کومه کجوره چې هغې پخپله خوړل غوښتل هغه ئې 2 ټوټې کړه او هغه کجوره ئې هم په خپلو دواړو لونړو باندې اوخوړله۔ زه دې واقعې
[1]...مسند امام احمد، مسند الشاميين،جلد:7، صفحہ:200، حدیث:17837۔
[2]...مستدرك، كتاب البر والصلة، باب من كن له ثلاث بنات ، جلد:5، صفحہ:248، حدیث:7428۔
[3]...مسلم، كتاب البر والصلة والآداب، باب فضل الاحسان الى البنات،صفحہ:1014، حدیث:2629۔
[4]...مكارم الاخلاق للخرائطى، باب العطف على البنات،جلد:3، صفحہ:303، حدیث:759۔