Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

اے عاشقانِ رَسُول! د ښه ښه نيتونو سره د عمل ثواب زياتيږي۔ راځئ! د بيان اوريدلو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه اوكړئ: مَثَلاً نِيَّت اوکړئ چې * د الله پاک د رضا د پاره به پوره بيان اورم. * د عِلمِ دِين د تعظيم (يعني ادب) په نِيَّت به بااَدبه كښينم * ښه په توجو به بيان اورم * څه چې واورم د هغې به د يادولو، پخپله پرې د عمل كولو او نورو ته د رَسَولو كوشش كووم۔

صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب                 صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد

په اوښ باندې د مصطفٰے شفقت

حضرت تميم داري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ صحابئ رسول دے، هغوئي په 9 هجرئ کښې ايمان راوړلو، ډير عبادت کوونکے وو، د قرآنِ پاک د تلاوت سره ئې ډير شوق وو، د هغوئي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا معمول وو چې د شپې به ئې په يو رکعت کښې د ټول قرآنِ کريم ختم کولو۔ حضرت تميم داري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته دا سعادت هم ميلاؤ شو چې هغوئي د ټولو نه مخکښې په مسجدِ نبوي شريف کښې چراغونه بَل کړل۔ ([1])

حضرت تميم داري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ډير ښکلے حديثِ پاک روايت کړے دے، فرمائي: يوه ورځ مونږه په بارګاهِ رسالت کښې حاضِر وو، په دې کښې يو اوښ په منډه د سرکارِ عالي وقار، د مکې مدينې د تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خِدمت کښې حاضر شو او هغه چې څنګه راغلے نو د سرکارِ اَعظم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سر مُبارک ته ئې خپله خُله نزدې کړه (لکه چې په غوږ کښې ئې ورته څه وئيل)۔ فرياد اوريدونکي نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اوښ فرياد واوريدلو او اوئې فرمائيل: اے اوښه! په سکون شه۔۔۔!! که چرې ته رښتونے ئې نو ستا رښتيا ستا د پاره دي او که چرې دروغژن ئې نو تاته به د دې سزا ميلاويږي۔ بے شکه څوک چې زمونږه په لمن کښې پناه واخلي، الله پاک هغه له امن ورکوي، څوک چې زمونږه بارګاه ته راغلے، هغه چرې هم نامُراده نه پاتې کيږي۔

حضرت تميم داري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: مونږه عرض اوکړلو: يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! اوښ څه وائي؟ اوئې فرمائيل: د ده مالِک دا ذبح کول غواړي، دا د هغه نه راخلاص شو او راوتختيدو او ستاسو د نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) سره پناه اخستل غواړي۔ اوس لا دا خبرې کيدلې چې د اوښ مالِک هم هغه ځائے ته راورسيدو، اوښ چې څنګه هغه اوليدو نو د بے وَسو د آقا، د مکې مدينې د مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شاته پټيدلو، د اوښ مالِک حاضر شو،


 

 



[1]...مرآۃ المناجیح، جلد:1، صفحہ:256۔