Book Name:Reham Dili Kesay Mili
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دعوتِ اسلامي په ديني ماحول کښې مدني انعامات ته اوس نيک اَعمَال وئيلے شي۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
مدني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مدني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ په دې ايپلي کيشن کښې مکمله مدني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعني په دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مدني قاعِدې په کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، په آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن په مرستې سره په آسانئ سره مدني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن په خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوۡا عَلَى الۡحَبِيۡب صَلَّى اللّٰهُ عَلٰى مُحَمَّد
د ټيلي تهون (د عطياتو د مهم) ترغيب
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! دعوتِ اسلامي په ټوله دنيا کښې د نيکئ دعوت عام کوونکے ديني تحريک دے۔ د الله پاک په فضل سره * دعوتِ اسلامي د 80 نه په زياتو شعبو کښې ديني فريضې ترسره کوي * دعوتِ اسلامي اوسه پورې په زرګونو جُماتونه، په سوونو فيضانِ مدينه (مدني مرکزونه) جوړ کړي دي * هلکانو او جينکو (Boys & Girls) ماشومانو ته د قرآنِ پاک بيل بيل تعليم ورکولو د پاره اوسه پورې تقريباً 6121 (شپږ زره 121) مدرسة المدينه جوړ کړے شوي دي، په کومو کښې چې تقريباً 2 لاکهه 70 زره 112 هلکانو او جينکو ماشومانو ته د قرآنِ کريم د حفظ او ناظرې مفت تعليم ورکولے شي۔ * د نابينا ماشومانو د پاره هم بيل مدرسة المدينه جوړ کړے شوي دي۔ د شروع نه تر اوسه پورې تقريباً 4 لاکهه 39 زره 940 ماشومانو د ناظرې او د قرآنِ پاک حفظ مکمل کړے دے * عِلم ته د وَدې ورکولو (د عالِم او عالِمې کورس کولو) د پاره بيلې بيلې جامعة المدينه جوړې کړے شوې دي۔ اوسه پورې تقريباً 1309 جامعة المدينه (د هلکانو او جينکو د پاره) جوړې کړے