Reham Dili Kesay Mili

Book Name:Reham Dili Kesay Mili

بے تابه ميږے

اَلْحَمْدُ لِلّٰہِ! شيخِ طريقت، اميرِ اهلِسُنَّت حضرت علّامه مولانا ابو بلال محمد الياس عطّار قادري رضوي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه ډير رحم دِله دے، هغوئي خو انسانان خو انسانان دي، يو ځناور ته هم بې د څه وجې نقصان نه رسوي۔ يو ځل د هغوئي دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په خدمت کښې کيلې وړاندې کړے شوې۔ په هغې کښې يو ميږے په يوه کيله باندې په بے تابئ سره ګرځيدلو۔ اميرِ اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه فوراً په معامله باندې پوهه شولو، اوئې فرمائيل: اوګورئ دا ميږے د خپلې قبيلې نه بے درکه شوے دے۔ ميږے هميشه د خپلې قبيلې سره اوسيږي  ځکه دا بے تابه دے۔ مهرباني اوکړئ يو اسلامي ورور دا پوستکے د دې ميږي سره بهر يوسئ او بيرته ئې هم په هغه ځائے کښې کيږدئ د چرته نه چې مو راخِستے دے، داسې هغه پوستکے سره د ميږي خپل ځائے ته اورسولے شو۔ ([1])

د ميږو د تللو انتظار

هم دغه شان يو ځل امير اهلِسُنَّت دَامَتْ بَرَکَاتُہُمُ الْعَالِیَه په واش بيسن (Washbasin) کښې د لاس وينځلو د پاره لاړلے خو اودريدلو، بيا ئې ارشاد اوفرمائيلو: په واش بيسن کښې يو څو ميږي دي، که چرې ما لاس اووينځل نو دا به اوبه يوسي او مړه به شي، ځکه د څه وخته پورې ئې انتظار اوکړو او چې کله ميږي لاړل نو بيا هغوئي لاس اووينځل۔ ([2])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! دا د الله والوؤ مبارک انداز دے۔۔۔!! الله پاک دې کړي چې زمونږه هم رحم دِلي نصيب شي۔

رحم دِلي به څنګه ميلاويږي۔۔۔؟

زمونږه به رحم دِلي څنګه نصيب کيږي؟ دې د پاره به مونږ ته څه کول وي! * د ټولو نه مخکښې خو ګناه پريږدئ، رښتونې پخه توبه اوباسئ۔ ځکه چې د ګناه کولو سره زړه سختيږي، د رحم دِلئ جذبې د زړه نه اووځي * نيک اَعمَال ښه ډير کوئ چې د نيکو په برکت سره زړه صفا کيږي، په زړه کښې نرمي راځي۔ خاص طور د قرآنِ کريم تِلاوت کوئ، لمونځونه ادا کوئ، درودِ پاک زيات لولئ، د دې په برکت به اِنْ شَآءَ اللہ الْکَرِیم! زړه نرم شي  


 

 



[1]...تعارف امیرِ اہلسنت، صفحہ:44۔

[2]...تعارف امیرِ اہلسنت، صفحہ:45۔