Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

* هلته د الله پاک عبادت کول * تلاوت کول وغيره د نيکانو خلقو طريقه ده. ځکه مونږ له هم پکار دي چې وخت په وخت مزارونو ته د تللو عادت جوړ کړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې برکتونه به رانصيب کيږي. نور د دې واقعې نه د شپې د عبادت فضيلت هم معلوم شو چې بابا فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپې نـمونځ ادا کړو، د قرآنِ پاک په تلاوت کښې مشغول وو، نو په دې باندې خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مزار مبارک نه آواز ورکړو او اوئې فرمائيل: چې کوم بنده دا نـمونځ کوي، هغه په بخښلے شوو کښې دے. سُبْحٰنَ اللہ!

 ياد ساتئ! د شپې د نـمونځ دا فضيلت خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل طرف نه دے بيان کړے بلکې په حديثونو مبارکو کښې داسې زيري ورکړے شوي دي. * د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمان مبارک دے: د شپې قيام په ځان باندې لازم کړئ ځکه چې دا ستاسو نه د پخوانو صَالِحانو (نيکانو خلقو) طريقه او ستاسو د رَبّ د نزدې والي ذريعه ده او د ګناهونو د ورانولو او د ګناهونو نه د بچ کولو سبب دے. ([1]) * په يو حديثِ پاک کښې دي: اے خلقو! سلام عام کړئ او په خلقو طعام اوخوروئ او د خپلوانو سره نيک سلوک کوئ او د شپې نـمونځ کوئ کله چې خلق اوده وي، د سلامتيا سره به جنّت ته داخل شئ. ([2]) *په يو بَل حديثِ پاک کښې دي: بے شکه په جنّت کښې څه داسې محلونه دي په کومو کښې چې هٰغاړه ديغاړه [يعنې د بهر نه دننه او دننه نه بهر] ښکاري، الله پاک هغه محلونه د هٰغه خلقو د پاره تيار کړي دي کوم چې په محتاجو باندې ډوډئ خوري، سلام عام کوي او د شپې چې کله خلق  اُوده وي نو نـمونځ کوي. ([3])


 

 



[1]... ترمذی، کتاب الدعوات، باب فی دعاء لنبی صَلَّی اللہ ُعَلَیْہِ وَ آلِہٖ وَسَلَّم، صفحہ:811، حدیث:3549 ۔

[2]... ابن حبا ن ، کتا ب البر والاحسان ، باب افشا ء السلام واطعام الطعام ، صفحہ:252، حدیث:508۔

[3]... ابن حبا ن ،کتا ب البر والاحسان ، باب افشا ء السلام واطعام الطعام ، صفحہ:252، حدیث:509۔