Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه له طرفه چې يـې د سلام جواب واوريدو نو بادشاه اورنګ زيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير خوشحاله شو، په هغوئي باندې وَجَد راغلے او تر ډير وخته پورې په مزار کښې حاضر وو، په دغه وخت هغوئي له خوب ورغلو او اودو شو، د سر سترګې يـې چې پټې شوې نو خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پرې نور کرم اوفرمائيلو او په خوب کښې يـې تشريف راوړلو. بادشاه اورنګ زيب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عرض اوکړو: خواجه حُضُور! ما دوه ځله سلام وړاندې کړو خو تاسو هيڅ جواب رانکړو، په دريم ځل مو جواب راکړو، په دې کښې څه حِکمت دے؟ خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوفرمائيل: زه د کعبې شريفې په خوا کښې په سجده کښې ووم، ځکه مې دوه ځله جواب درنکړو. ([1])

سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! څومره ښکلے شان دے زمونږه د خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه .۔۔!! يقيناً اوليائے کرام په خپلو مزارونو کښې ژوندي دي، مزار ته حاضريدونکي ويني، د هغوئي آواز اوري، هغوئي پيژني او د الله پاک په عطا سره د هغوئي ارمانونه هم پوره کوي. * په حديثِ پاک کښې دي، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائيلے دے: څوک چې هم د خپل داسې مسلمان ورور د قبر په خوا تيريږي کوم يـې چې په دُنيا کښې پيژندو او سلام اوکړي نو مړے هم هغه پيژني او د سلام جواب ورکوي. ([2]) * آخري نبي، مُحَمَّدِ عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د عزوۀ اُحد نه په واپسئ باندې د حضرت مُصعَب بن عُمَير او د نورو شهيدانو مزارونو ته اودريدلو او ارشاد يـې اوفرمائيلو: زه ګواهي ورکووم چي تاسو د الله پاک په نز ژوندي يئ. (بيا يـې اوفرمائيل: اے خلقو!) د دوئي زيارت کوئ او دوئي ته سلام کوئ! په هغه ذات قسم دے د چا په قبضه کښې چې زما ځان دے! تر قيامته پورې چې څوک هم دوئي


 

 



[1]...  ہند کے مرشِدِ اعظم، صفحہ:134، 135۔

[2]... الاستذکار ،  کتاب الطہارة ، باب جامع الوضوء ،جلد:1، صفحہ:226، تحت الحدیث : 29۔