Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan
جرنده يـې هم خرڅه کړه او باقي چې کوم ساز او سامان وو، ټول يـې خرڅ کړو، د هغې قيمت يـې په فقيرانو، مسکينانو باندې صدقه کړو او د عِلمِ دين د لارې مسافر جوړ شو. * وړومبے هغوئي سَمَرقَند ته لاړلو، هلته يـې قرآنِ کريم حِفظ کړو او د مولانا شَرفُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه يـې عِلمِ دِين حاصل کړو، خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به چې څومره عِلم حاصلولو، دومره به يـې د عِلم تَنده نوره هم زياتيدله * هم دغسې په سَمَرقَند کښې د عِلم حاصلولو نه پس هغوئي بُخارا ته تشريف يوړلو او هلته يـې د مشهور عالِمِ دِين شيخ حُسَّامُ الدِّين رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شاګردي اختيار کړله، کم او زيات د 5 کاله په مختصره موده کښې هغوئي د هغه وخت رائج علمونه زده کړل او فراغت يـې حاصل کړو ([1]) * د ظاهري علومو د زده کولو نه پس هغوئي د باطني علومو طرف ته متوجه شو او د دې د پاره هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ايران علاقې هاروَن ته لاړلو، هلته يـې د خواجه عُثمان هَروَني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په لاس بيعت اوکړو او تقريباً تر 20 کالو پورې موده يـې د پير صاحب خدمت کښې تيره کړله او د معرفت منزلونه يـې طے کول. ([2])
خواجۂ خواجگاں مُعِیْنُ الدِّیْن فَخْرِ کون ومکاں مُعِیْنُ الدِّیْن
مُرشِد رہنمائے اہلِ صَفا ہادئ اِنس و جاں مُعِیْنُ الدِّیْن([3])
د 545 هجرئ نه واخله تر د 622 هجرئ پورې د 77 کالو اکثره برخه خواجه غريب نواز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په سفر کښې تيره کړله * مدينے مُنَوَّرې * مَکے مُکرمې *خُراسان * سَمَرقَند * بُخَارا * عِراق * هاروَن * بغداد * کِرمان * هَمدان * تَبرَيز * اَستَر آباد * خَرقان * هِرات * غَزني * رَے * بَدخشاں * دِمَشق