Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

Book Name:Darbar Khwaja Mein Badshahon Ki Hazriyan

*جِيلان * اصفَهان * مُلتَان * لاهور * دهلي او اجمير وغيره مختلفو ښارونو ته يـې تشريف يوړو، هلته د موجودو بزرګانِ دين، اوليائے کرامو په خدمت کښې حاضر شو، چرته يـې د عِلم او معرفت فيضان تقسيم کړو، د چا نه يـې ظاهري او باطني عِلم زده کړو، ([1]) تقريباً تر 5 مياشتو پورې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بغداد شريف کښې د پيرانِ پير، پير دستګير شيخ عبد القادر جيلاني يعنې حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خِدمت کښې هم حاضر اوسيدلو. ([2]) خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دين ډير لوئي خدمت کوونکے وو، هغوئي کمو او زياتو 90 لاکهه کافِرانو ته کلمه اووئيله او مسلمانان يـې کړل، 96 کاله په دُنيا کښې تشريف فرما وو، په 6 رَجَب، 627 هجرئ، د ګُل په مبارکه ورځ، د سحر د نـمونځ په وخت مريدانو انتظار کولو چې پير او مُرشِد به تشريف راوړي او د سحر د نـمونځ جَمع به راکوي خو حُضُور خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه راتللو او نه راغلو، د ښه ډير وخت تيريدو نه پس چې خلقو د حُجرې دروازه برسيره کړه او اوئې کتل نو د غمونو سمندر راغے، ځکه چې حُضُور خواجۀ خواجګان، سلطانُ الـهِند، خواجه غريب نواز، مُعِينُ الدِّين حَسَن چشتي، سنجري، اجميري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وِصَال فرمائيلے وو، ليدونکو دا د ايمان نه ډکه نظاره په سترګو اوليدله چې د خواجه صاحب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نوراني تندي باندې ليکلے شوي وو: حَبِیْبُ اللہِ مَاتَ فِی حُبِّ اللہِ يعنې د الله د محبوب بنده، د الله په محبت کښې وِصَال اوشو. ([3]) د حُضُور خواجه صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مزار مبارک د هندوستان په مشهور ښار اجمير صوبه راجِستهان شمالي هندوستان کښې دے. ([4])


 

 



[1]... ہند  کے راجہ، صفحہ:70 بتغیر۔

[2]... مرآۃ الاسرار، صفحہ:594۔

[3]... ہندکے  راجہ، صفحہ:78، 79 بتغیر قلیل۔

[4]... مرآۃ الاسرار، صفحہ:610 بتغیر قلیل۔