Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
د قرآنِ پاک ختم کولو * حضرت اَسوَد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې پۀ هرو دوو شپو کښې يو ځل د قرآنِ کريم ختم کولو * د اِمامِ نخعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه معمول مبارک دا وو چې هغوئي به د رَمَضَانُ المُبَارَک د وړومبو 20 ورځو پۀ هرو دريو ورځو کښې يو ځل د قرآنِ کريم ختم فرمائيلو او پۀ اخري عشره کښې به يـې پۀ هرو دوو شپو کښې يو ځل د قرآنِ کريم ختم فرمائيلو * حضرت قتاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هميشه (يعنې د کال پۀ عامو ورځو کښې هم) پۀ 7 ورځو کښې يو ځل د قرآنِ کريم ختم کولو خو چې کله به د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت راتلله نو د حضرت قتاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به د تلاوت شوق نور هم زياتيدلو او حضرت قتاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به پۀ هرو دريو ورځو کښې يو ځل د قرآنِ کريم ختم کولو، بيا چې به کله اخري عشره راتلله نو د تلاوت شوق به نور هم زياتيدلو او حضرت قتاده رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به هره ورځ يو ځل د قرآنِ کريم ختم کولو * اِمامِ شافعي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې 60 کرته د قرآنِ کريم ختم کولو۔ ([1]) * او د اِمامِ اعظم، اِمام ابو حنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم څومره ښکلے شان دے، اِمامِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې 61 کرته د قرآنِ کريم ختم فرمائيلو، 30 کرته د ورځې او 30 کرته به يـې د شپې او يو ځل به يـې پۀ تراويح کښې د قرآنِ کريم ختم کولو۔ ([2])
کاش چې زمونږه هم دا توفيق نصيب شي چې مونږه هم د قرآنِ کريم تلاوت وکړو۔
ہر روز میں قرآن پڑھوں کاش! خدایا اللہ! تلاوت میں مرے دِل کو لگا دے
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد