Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

کريم باندې نۀ پوهه کوي نو پۀ دې باندې به عمل څنګه کوي * البته که انسان بغير د پوهيدلو نه هم د قرآنِ کريم تلاوت وکړي نو دا هم ډيره د فضيلت خبره ده، پۀ دې باندې هم زړۀ روښانه کيږي او د الله پاک محبت ميلاؤيږي۔

د قيامت پۀ ورځ پۀ تِلاوت کوونکي باندې کَرم

پۀ يو روايت کښې دي، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: کوم بنده چې پۀ شپه او ورځ کښې د قرآنِ کريم تلاوت کوي، د قرآنِ کريم حلال، حلال او حرام يـې حرام ګڼي، الله پاک فرښتے د هغۀ رفيق (يعنې ملګري) جوړوي۔ چې کله د قيامت ورځ شي، قرآنِ کريم به د دې بنده د پاره د الله پاک پۀ بارګاه کښې دليلونه ورکوي، قرآن به وائي: اے رَبِّ کريمه! هر يو کَس به پۀ دُنيا کښې د خپل کار اُجرت اخستو خو فلانکي کَس به پۀ ورځ او شپه کښې زما تلاوت کولو، زما حلال به يـې حلال او حرام به يـې حرام ګڼل، اے رَبِّ کريمه! نن هغۀ ته اجر عطا کړې۔ د قرآنِ کريم پۀ عرض باندې به هٰغه بنده ته شاهي تاج او د کرامت جامې واغوستلے شي۔ بيا به الله پاک قرآنِ کريم ته فرمائي: ھَلْ رَضِیْتَ؟ (اے قرآنه!) آيا تۀ راضي يـې؟ قرآنِ کريم به وائي: يَا رَبه! د دې نه ورته هم افضل اجر عطا کړې۔ بيا به هٰغه بنده ته بادشاهت او جنَّت عطا کړے شي۔ بيا به قرآنِ کريم ته ووئيلے شي: ھَلْ رَضِیْتَ؟ (اے قرآنه!) آيا اوس تۀ راضي يـې؟ قرآنِ کريم به وائي: آؤ، اے رَبِّ کريمه (اوس زۀ راضي يم)۔ ([1])

تلاوت کا جذبہ عطا کر اِلٰہی!                                                                        معاف فرما میری خطا ہر اِلٰہی!

الله پاک دې مونږ ته د عبادت او د رياضت کولو، پۀ ډير ښه انداز کښې د رَمَضَانُ المُبَارَک د تيرولو توفيق راعطا کړي، کاش چې دا ځل پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې زمونږه د زياتو نه د زيات تلاوت کولو، د زياتو نه د زيات ذِکر او درود وئيلو، پۀ کثرت سره د


 

 



[1]... شُعَبُ الایمان، جلد:2، صفحہ:345، حدیث:1991۔