Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږه د دويمې سيپارې، د سورۀ بقره آيت نمبر 185 د يوې حصې د اوريدو سعادت حاصل کړو، پۀ دې آيت مبارک کښې د رَمَضَانُ المُبَارَک يو خصوصي تعارف پيش کړے شوے دے۔ د دې نه پۀ مخکښينو آيتونو کښې حکم شوے وو چې اے ايمان والؤ! پۀ تاسو باندې روژې فرض کړے شوې دي بيا دا هم ووئيلے شو چې روژې د تقویٰ د حاصلولو ذريعه ده اوس وئيلے کيږي چې د فرض روژو د پاره يوه مياشت خاص ده او هٰغه مبارکه مياشت د روژې مياشت ده۔

اوس پۀ ذِهن کښي سوال راځي چې مياشتې خو 12 دي، د فرض روژو د پاره صرف رَمَضَانُ المُبَارَک ولې خاص کړے شوه، پۀ دې کښې څۀ حِکمت دے؟ الله پاک فرمائي:

اُنْزِلَ فِیْہِ الْقُرْاٰنُ

(پارہ:2، سورۀ بقرہ:185)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ کومه کښې چې قرآن نازل کړے شو۔

يعنې دا هٰغه مبارکه او مقدسه مياشت ده پۀ کومه کښې چې قرآنِ کريم نازل کړے شو، قرآن رَبّ ته نزدې کوونکے دے او روژه هم الله پاک ته نزدې کول کوي، ځکه روژې هم پۀ دې مياشت کښې اونيسئ د پاره د دې چې دوه چنده (double) برکت وي او د الله پاک د زياتو نه زيات قُرب مو نصيب شي۔

تجھ پہ صَدْقے جاؤں رمضاں! تُو عظیمُ الشَّان ہے

تجھ  میں  نازِل  حق  تَعَالیٰ  نے  کیا  قرآن  ہے([1])

د رَمَضَانُ المُبَارَک يو اهم خاصيت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د رَمَضَانُ المُبَارَک ډير اهم خاصيت دے چې دا مياشت د هدايت د نازليدو د پاره خاص کړے شوې ده، الله پاک د انسان د هدايت او لار ښودنې د پاره، انسان ته د جنَّت د لارې د ښودلو د پاره پۀ مختلفو زمانو کښې 4 لوئي


 

 



[1]... وسائل بخشش، صفحہ:705۔