Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

د الله پاک د نُور د ميلاؤيدو مياشت

سرکارِ غَوثِ اَعظم، شيخ عبد القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: پۀ رمضان لفظ کښې 5 حرفونه دي، (1): وړومبے حرف: رَا دے، د دې نه مُراد دے: رِضْوَانُ اللہ یعنې د الله پاک رضا۔ (2): دويم حرف دے: میم دے، د دې نه مُراد دے: مَحَابَاۃُ اللهِ عَنِ الْعُصَاۃِ  یعنې د الله پاک پۀ ګنهګارانو باندې رحمت فرمائيل۔ (3): پۀ رمضان لفظ کښې دريم حرف دے: ضَاد، د دې نه مُراد دے:  ضَمَانُ اللہ یعنې د الله پاک امان۔ (4): څلورم لفظ: اَلِف دے، د دې نه مُراد اُلْفَۃُ اللہ (د الله پاک محبت) دے او (5): د پينځم حرف نون نه مُراد دے: نُوْرُ اللہ۔ بس معلومه شوه چې رَمَضَانُ المُبَارَک د الله پاک د رضا د ميلاؤيدو مياشت ده، رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ ګنهګارانو باندې د رحمت راوريدو مياشت ده، رَمَضَانُ المُبَارَک د الله پاک د امان ميلاؤيدو مياشت ده او رَمَضَانُ المُبَارَک د الله پاک د محبت نصيب کيدو او د الله پاک د نُور ميلاؤيدو مياشت ده۔ ([1])

ہر گھڑی رَحْمت بھری ہے ہر طرف ہیں برکتیں                                                              ماہِ رَمضاں رَحْمتوں اور برکتوں کی کان ہے

روزہ دارو! جھوم جاؤ کیونکہ دیدارِ خدا                                                                                       خُلْد میں ہو گا تمہیں یہ وعدۂ رحمٰن ہے

د قرآنِ پاک د نازليدو مياشت

الله پاک فرمائي:

شَہْرُ رَمَضَانَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ فِیْہِ الْقُرْاٰنُ ھُدًی لِّلنَّاسِ وَ بَیِّنٰتٍ مِّنَ الْہُدٰی وَ الْفُرْقَانِ ۚ فَمَنْ شَہِدَ مِنْکُمُ الشَّہْرَ فَلْیَصُمْہُ

(پارہ:2، سورۀ بقرہ:185)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د رَمَضان مياشت ده پۀ کومه کښې چې قرآن نازل کړے شو چې هغه د خلقو د پاره هدايت او رهنمائي ده او د فيصلې پۀ روښانه خبرو (مشتمل دے.) نو پۀ تاسو کښې چې څوک دا مياشت اُومومي نو ضرور دې د دې روژې اُونيسي۔


 

 



[1]... غُنْیَۃ الطالبین، فصل:رمضان خَمْسَۃَ اَحْرُف، جز:2، صفحہ:15۔