Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
د الله پاک پۀ ياد او عبادت کښې مصروف وو، بيا يـې کور ته تشريف راوړلو، د مسلمانانو خوږې مور جانې حضرت خديجه رَضِىَ اللهُ عَـنْها ورله بيا د خوراک څښاک څۀ سامان تيار کړو، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيا غارِ حِرا ته تشريف يوړلو۔ ډيرې ورځې هم دغه سلسله روانه وه۔
دا د رَمَضَانُ المُبَارَک د اخرۍ عشرې يوه شپه وه، خوږ نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ غارِ حِرا کښې تشريف فرما وو چې د الله پاک پۀ حکم باندې حضرت جبريلِ عَلَیْهِ السَّلَام وړومبۍ وحي راوړله او حاضر شو۔ ([1]) هٰغه وخت د قرآنِ کريم دا آيتونه نازل شول:
اِقْرَاْ بِاسْمِ رَبِّکَ الَّذِیْ خَلَقَ ۚ(۱)
(پارہ:30، سورۂ علق:1)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د خپل رَبّ پۀ نوم ولوله، چا چې پيدا کړو۔
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! اے د روژې د مياشتې عاشقانو! مبارکه مياشت رَمَضَانُ المُبَارَک څومره د برکتونو والا، عظمتونو والا، فضيلتونو والا مياشت ده چې رَبِّ کريم د مخلوق د هدايت د پاره د قرآنِ کريم د نازلولو د پاره د دې مياشتې انتخاب وکړو۔ د لَوحِ محفوظ نه د بيتُ العزّت پورې ټول قرآنِ پاک هم د دې مبارکې مياشت پۀ شبِ قدر کښي ناز ل شو، ([2]) بيا د وړومبۍ وحي شروع هم پۀ دې مياشت کښې وشوه۔
خوب رونق ہے ماہِ غُفراں کی کیسی برکت ہے ماہِ قُرآں کی
واہ کیا بات ماہِ رمضاں کی کیا ہی رمضاں کی شان وشوکت ہے
د قرآنِ کريم سره د تړون زياتولو مياشت
الله پاک فرمائيلي دي:
شَہْرُ رَمَضَانَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ فِیْہِ الْقُرْاٰنُ
(پاره: 2، سورۀ بقرہ:185)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د رَمَضان مياشت ده پۀ کومه کښې چې قرآن نازل کړے شو۔
پۀ دې آيت مبارک کښې د رَمَضَانُ المُبَارَک تعارف د قرآنِ پاک د نازليدو پۀ ذريعه