Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
اسماني کتابونه نازل کړل: (1): تَورات (2): زَبُور (3): انجیل او (4): قرآنِ کریم۔ د دې دريو واړو کتابونو د نازلولو د پاره چې الله پاک کومه مياشت خوښه کړه، هغه د رمضان مياشت ده۔ د مُسنَدِ امام اَحمد پۀ روايت کښې دي، د الله پاک اخري نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: * د حضرت ابراهيم عَلَیْهِ السَّلَام صحيفې د رمضان پۀ وړومبۍ شپه نازلې شوې * تَورات شريف د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ اوومه شپه نازل شو * انجيل شريف د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ څوارلسمه شپه نازل شو ([1]) او د مُصَنَّف اِبنِ اَبِي شَيبَه پۀ روايت کښې دي: * زَبُور شريف د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ شپږم تاريخ نازل شو۔ ([2]) باقي پاتې شو قرآنِ کريم نو الله پاک د رَمَضَانُ المُبَارَک تعارف هم پۀ دې الفاظو وکړو:
شَہْرُ رَمَضَانَ الَّذِیْۤ اُنْزِلَ فِیْہِ الْقُرْاٰنُ
(پاره: 2، سورۀ بقرہ:185)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د رَمَضان مياشت ده پۀ کومه کښې چې قرآن نازل کړے شو۔
پۀ تفسيرِ صِراط الـجنان کښې دي: * د قرآنِ کريم د نازليدو شروع پۀ رمضان کښې وشوه۔ ([3]) * مکمل قرآنِ کريم د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ شبِ قدر کښې د لوحِ محفوظ نه د دُنيا د اسمان طرف ته نازل کړے شو او پۀ بيتُ العزت کښې وو ([4]) * د دغه ځائے نه وخت پۀ وخت د حکمت مطابق چې څومره الله پاک ته منظوره وه جبريل امين عَلَیْهِ السَّلَام به راوړلو او دا نازليدل پۀ 23 کاله موده کښې پوره شو۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دلته يوه ايمان تازه کوونکې نکته ده، وګورئ چې الله پاک قرآنِ کريم نازل کړو، کله يـې نازل کړو؟ پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې، پۀ چا باندې