Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
وکړے شو، د دې نه معلومه شوه چې د روژې مياشت د قرآنِ کريم سره د تړون زياتولو مياشت ده۔ علمائے کرام فرمائي: پۀ دې مياشت کښې د روژو فرض کولو يو حکمت دا هُم دے چې د روژې نيولو، لوږې تندې برداشت کولو پۀ برکت عقل تيزيږي، ځکه د قرآنِ پاک د نازليدو پۀ مياشت کښې روژې فرض کړے شوې د پاره د دې چې خلق روژې اونيسي او د دوئي د پوهې قوت مضبوط شي او د دې پۀ برکت پۀ قرآنِ پاک پوهيدل اسان شي۔ ([1])
د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره تعلق
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې د رَمَضَانُ المُبَارَک يو لوئي مقصد د قرآنِ کريم سره تعلق اختيارول، د قرآنِ کريم لوستل او پۀ دې د پوهيدلو ښه پوره کوشش کول هم دے۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه آقا کريم، رءوف رحيم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم پخپله صاحبِ قرآن دے، قرآنِ کريم هم پۀ هغوئي باندې نازل شو، د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو به هر ګهړئ د قرآنِ کريم پۀ نُور کښې اوسيدله ، د دې باوجود چې به کله رَمَضَانُ المُبَارَک تشريف راوړلو نو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د قرآنِ کريم سره تعلق زياتولو، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د روژې د مياشتې پۀ معمولاتو کښې يو دا هم دي چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د روژې پۀ مياشت کښې د قرآنِ کريم د تلاوت ښه کثرت فرمائيلو بلکې صحابئ رسول حضرت اِبنِ عباس رَضِىَ اللهُ عَـنْهما فرمائي: هر کال به د رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ هره شپه باندې حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام حاضريدلو او خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د هغوئي سره دور فرمائيلو۔ ([2])
معلومه شوه چې پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د قرآنِ کريم دور کول د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ادا ده۔ د دور مطلب دے چې وړومبے يو کَس يـې لولي او دويم يـې اوري،