Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
د قرآنِ کريم تلاوت افضل ترين عبادت دے
زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: اَفْضَلُ عِبَادَۃِ اُمَّتِیْ قِرَاءَۃُ الْقُرْآنِ قرآنِ کريم زما د اُمَّت افضل ترين عبادت دے۔ ([1])
دے شوقِ تلاوت، دے ذوقِ عبادت رہوں باوُضُو میں سدا یااِلٰہی!
چې پۀ خوب کښې يـې د الله پاک ديدار نصيب شو نو۔۔۔
حضرت اِمامِ احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زما پۀ خوب کښې د الله پاک ديدار نصيب شو (پۀ دې دُنيا کښې د الله پاک ديدار پۀ خوب کښې خو کيدے شي خو پۀ دې دُنيا کښي پۀويخه پۀ غړيدلو سترګو د الله پاک ديدار کول د خوږ آقا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خاصيت دے، آؤ! پۀ اخرت کښې به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هر يو جنَّتي د الله پاک ديدار نصيب کيږي، خير! د اِمامِ احمد بن حنبل رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د الله پاک ديدار نصيب شو، هغوئي فرمائي:) ما عرض وکړو: اے رَبِّ کريمه! ستا پۀ نزد کوم يو عمل افضل دے؟ د کوم پۀ ذريعه چې خلق ستا قُرب حاصلوي؟ الله پاک وفرمائيل: اے احمده! هغه زما پاک کلام (قرآنِ کريم) دے، ما عرض وکړو: اے الله پاکه! چې دا د پوهيدلو سره ولولي که بغير د پوهيدلو؟ اوئې فرمائيل: که د پوهيدلو سره يـې ولولي او که بغير د پوهيدلو (پۀ دواړو صورتونو کښې دا فضيلت دے)۔ ([2])
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! معلومه شوه چې * تلاوت افضل ترينه نيکي ده * د تِلاوت پۀ برکت د الله پاک قُرب نصيب کيږي * د تِلاوت کوونکي نه الله پاک راضي کيږي * تِلاوت کوونکے د الله پاک پۀ نزد لوئي مقام حاصلوي۔ دا هم معلومه شوه چې پۀ قرآنِ کريم باندې ځان پوهه کول اګرچه ضروري دي چې بنده ځان پۀ قرآنِ