Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
نه هم زيات دے۔ ([1]) * پۀ يو بل حديثِ پاک کښې يـې فرمائيلي دي: چا چې پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې لس ورځې اعتکاف وکړو هغۀ داسې دے لکه چې دوه حجونه او دوه عمرې يـې وکړې۔ ([2])
مَدَني قاعِده (Madani Qaida) موبائل ايپلي کيشن
خوږو او محترمو اسلامي وروڼو! د قرآنِ کريم فيضان عام کولو د پاره د دعوتِ اسلامي I.T ډيپارټمنټ يو موبائل ايپلي کيشن هم جاري کړے دے، د کوم نوم چې مَدَني قاعِده (Madani Qaida) دے۔ پۀ دې ايپلي کيشن کښې مکمله مَدَني قاعِده او د دې آډيو (Audio) شامله کړے شوې ده يعنې پۀ دې ايپلي کيشن کښې چې تاسو د مَدَني قاعِدې پۀ کوم حرف يا کوم لفظ باندې کلک (Click) کوئ، پۀ آډيو (Audio) کښې به د هغې تَلَفُّظ چليږي، داسې د دې ايپلي کيشن پۀ مرستې سره پۀ اسانۍ سره مَدَني قاعِده لوستل، د دې مشق (Practice) کول او صحيح مخارج او ضروري تجويد زده کيدے شي۔ دا ايپلي کيشن پۀ خپل سمارټ فون کښې انسټال کړئ، پخپله ترې هم فائده واخلئ او نورو ته هم د دې ترغيب ورکړئ۔
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: پۀ روژه کښې د عطرو يا د خوشبو پۀ بوئي کولو روژه نۀ ماتيږي۔
وضاحت: پۀ عوامو کښې مشهوره ده چې پۀ روژه کښې د عطرو يا د خوشبوئي د بوئي کولو سره روژه ماتيږي۔ حالانکې داسې نۀ ده، اصلي مسئله دا ده: د مائع خوشبو يعنې پۀ