Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

بيا يـې دويم لولي او وړومبے کَس يـې اوري۔ حافظان صاحبان خو عام طور دور کوي، خاص طور پۀ تراويح کښې چې کومه سيپاره لوستل وي، د هغې دور کوي، د دې سره حفظ پخيږي۔ کاش چې مونږه هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا ادا اختيار کړو، پۀ کور کښې دوه وروڼه کښينو، خوئيندې وروڼه يو ځائے کښينو او دور وکړو، مور زوي بلکې ښځه او خاؤند هم دور کولے شي، که حفظ يـې نۀ وي کړے نو هم څۀ غلطه خبره نۀ ده، دواړه دې خپلې مخې ته قرآنِ کريم کيږدي، وړومبے کَس دې ورته ګوري او  لولي دې يـې، او دويم کَس دې ورته ګوري او اوري دې يـې، بيا دې دويم کَس د قرآنِ کريم نه لولي او وړومبے کَس دې پۀ قرآنِ کريم کښې ګوري او اوري دې يـې۔ دغه شان به اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د قرآنِ کريم د لوستلو ثواب هم کيږي او ورسره ورسره به د اوريدو ثواب هم نصيب کيږي۔ ياد ساتئ چې کله قرآنِ کريم لوستلے کيږي نو اوريدل فرض دي او پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې د فرضو ثواب 70 چنده زياتولے شي، که چرې مونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ادا، ادا کوو او د قرآنِ کريم دور کوو نو دا فرض به هُم ادا کيږي او د الله پاک پۀ کرم سره به د 70 چنده زيات ثواب حقدار هُم جوړيږو۔

ہر گھڑی رحمت بھری ہے ہر طرف ہیں برکتیں

ماہ ِ رَمضاں رحمتوں اور برکتوں کی کان ہے

آگیا رَمضاں عبادت پر کمر اب باندھ لو

فیض لے لو جلد یہ دن تیس کا مہمان ہے

پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې پۀ کثرت سره تلاوت کوونکي

اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه بزرګانِ دِين، د الله پاک نيکانو بنده ګانو به هم پۀ عامو ورځو کښې هُم تلاوت کولو خو پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې به د هغوئي د تلاوت شوق نور هم زياتيدلو * بعضې اوليائے کرامو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْهم به پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې پۀ دريو شپو کښې يو ځل