Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
کښې زما شفاعت قبول کړې، قرآنِ کريم به وائي: اے الله پاکه! ما دا د شپې د اوده کيدو نه منع کړےوو، د دۀ پۀ حق کښې زما شفاعت قبول کړې، بس هُم د دې دواړو شفاعت به قبول کړے شي۔ ([1])
چھوڑو اے فِرِشتو! وہ آتے ہیں شَفاعت کو وہ جس کے بھی حامی ہیں فِی النّار نہیں ہوتا
وړومبۍ وحي څنګه او کله نازله شوه۔۔۔؟
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د رَمَضَانُ المُبَارَک د مياشت، د خوږ قرآن او د محبوبِ رحمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره ځانګړے شان دے۔ زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لا د نبوت اِعلان نۀ وو کړے، د دې نه مخکښې به هم هغوئي د روژې د مياشت سره ډير محبت کولو۔ پۀ نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې وړومبۍ وحي هُم د روژې پۀ مياشت کښې نازله شوه۔ پۀ روايتونو کښې دي: زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمر 40 کاله شوے وو، د ربيع الاوَّل د مياشت نه د وحي نخښې ظاهريدل شروع شوې، هغه داسې چې نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته رښتوني خوبونه وښودلے شول، رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې به کوم خوبونه ليدل، هُو بَهُو هم هٰغه څۀ به د ورځې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ مخکښې کيدل، څه کمې يا زياتې 6 مياشتې هُم پۀ دې انداز تيرې شوې، بيا د رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ زړۀ کښې د تنهايۍ محبت واچولے شو۔ د رَمَضَانُ المُبَارَک مقدسه مياشت وه، نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوراک څښاک څۀ سامان واخستو او غارِ حِرا ته يـې تشريف يوړلو۔ پۀ مکه مکرمه کښې هٰغه وخت نور غارونه هم وو خو رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غارِ حِرا انتخاب ولې وکړو، د دې ډير ښکلے حکمت علمائے کرامو ليکلے دے، فرمائي: هٰغه وخت د غارِ حِرا نه کعبه شريفه صفا پۀ نظر راتلله، ځکه نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غارِ حِرا ته تشريف يوړلو۔
رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يو څو ورځې پۀ غارِ حِرا کښې قيام وکړو، هلته