Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
نفلونو کولو، پۀ کثرت سره د صدقې او خيرات کولو او د ټولو روژو پۀ غوره انداز کښې د نيولو توفيق رانصيب شي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔
د حضرت فاطمـة الـزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها ذِکرِ خير
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دريم رَمَضَانُ المُبَارَک يومِخاتونِ جنَّت ده۔ زمونږ د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خوږې شهزادګۍ، د اِمامِ حسن او د اِمامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما د مور بي بي، حضرت فاطمـة الـزهراء، طيبه، طاهِره، عابده، زاهده رَضِىَ اللهُ عَـنْها وِصال شريف پۀ دريم رَمَضَانُ المُبَارَک يولسمه هجرۍ وشو، راځئ چې پۀ دې نسبت سره د حضرت فاطمـة الـزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها د روژو سره د محبت يوه ايمان تازه کوونکې واقعه واورو:
فرښتے د ميچن ګرځولو د پاره حاضرې شوې
عظيمه صحابيه حضرت اُمِّ ايمن رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: يو ځل د سختې ګرمۍ ورځې وې، د رَمَضَانُ المُبَارَک مياشت وه او د ماسپښين وخت وو، زۀ د حضرت فاطمـة الـزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها کور ته لاړم، دروازه بنده وه او د دننه نه د ميچَنې ګرځيدو اواز راتللو۔
پخوا به د دانو وړۀ کولو د پاره د کاڼې جرنده وه او دا به پۀ لاسونو تاوهلے شوه، د ميچنې د ګرځيدو د اواز راتللو مطلب دا وو چې سيده فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها پۀ کور کښې موجوده ده او ميچن ګرځوي خو معامله د دې اُلټا وه، نو د دروازې پۀ چاؤدي کښې چې حضرت اُمِّ اَيمن رَضِىَ اللهُ عَـنْها دننه وکتل نو ډيره حيرانه شوه چې ميچن ګرځي، پۀ دې کښې دانې وړۀ کيږي، ورسره حسنينِ کريمين (امام حسن او امامِ حسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما) هُم پۀ زانګو کښې ارام فرمادي او د هغوئي زانګو هم زانګي ، خو حضرت فاطمـة الـزهراء رَضِىَ اللهُ عَـنْها د ميچنې خوا ته پۀ زمکه باندې ارام فرماده (يعنې اوده ده)۔ حضرت اُمِّ ايمن رَضِىَ اللهُ عَـنْها فرمائي: دا معامله چې مې وليدله نو زۀ ډيره حيرانه شوم۔ چې ميچن پخپله څنګه ګرځي؟ د حسنينِ کريمين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما زانګو پخپله څنګه جوټې وهي؟ زۀ د دې خپلې حيرانتيا د حل