Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran

معلومولو د پاره پۀ غيبو باندې د خبردار نبي، مکي مَدَني صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت مبارک کښې حاضره شوم او وه مې وئيل: يَا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! سيده فاطمه رَضِىَ اللهُ عَـنْها خو ارام فرمائي  خو ميچن هم ګرځيدله او زانګو هم زنګيدله؟ اخر دا څۀ معامله ده؟ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: اے اُمِّ ايمن! سخته ګرمي ده، روژه ده، فاطمي رَضِىَ اللهُ عَـنْها روژه نيولې ده، الله پاک پۀ فاطمي باندې خوب غالب کړو چې لږ وخت ارام وکړي او چې دا تنده محسوس نۀ کړي او فرښتے يـې راوليږلې کومې چې ميچن چلوي او زانګو زنګوي۔ ([1])

وہ خاتونِ جَنّت معصوم حُوریں باندیاں جن کی

مَلَک جَنّت سے آکر پیستے تھے چکیاں جن کی

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب                                                                                      صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! غور وکړئ چې سخته ګرمي ده او ګرمي هم د عرب شريف ده، د روژې مياشت ده او حضرت سيده فاطـمةُ الـزَهرا رَضِىَ اللهُ عَـنْها روژه نيولې ده۔ معلومه شوه چې که رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ ګرمۍ کښې راشي او که پۀ يخنۍ کښې راشي، د دې روژې فرض دي او نيول هم دي۔ د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان او زمونږه پۀ مزاج کښې يو فرق دا هم دے چې صحابۀ کرام عَليهمُ الرّضوَان د نيکۍ، جنَّت، د اخرت د ثواب او د الله پاک د رضا حريص وو خو چې څنګه څنګه د مصطفٰے جانِ رحمت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ظاهري ژوند د زمانې نه لرې والے راځي، مونږه اسانۍ خوښوونکي جوړيږو، د ګرمۍ روژې هُم اګر چې روژه نيوونکي نيسي خو عام طور خواهش دا وي چې کاش رَمَضَانُ المُبَارَک پۀ يخنۍ کښې تشريف راوړے وے نو اساني به وه۔ د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان مزاج د دې نه اُلټا وو، هغوئي به د ګرمۍ روژې ډيرې خوښولې، د مسلمانانو څلورم خليفه مولائے کائنات، اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: زما درې څيزونه ډير


 

 



[1]... سفینہ نوح، حصہ: دوم، صفحہ:35۔