Book Name:Ramzan Quran Aur Sahib e Quran
نازل شو؟ پۀ محبوبِ رحمان، مکي مَدَني سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم باندې۔ دا درې واړه عزت داره دي۔ (1): رمضان (2): قرآن او (3): صاحِبِ قرآن، محبوبِ رحمان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔ د دريو واړو د يو بَل سره ډير ژور نسبت دے * زمونږه آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هادي دوجهان (د ټولو رهبر او راهنما) دے، قرآن د هدايت کتاب دے او رَمَضَانُ المُبَارَک هٰغه مياشت ده کومه چې زمونږ د زړونو نه زنګ لرې کوي او دا دهدايت د قبليدو لائق يې جوړوي * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رَحمةٌ لِّلعَالَمِين دے، قرآن د رحمت کتاب دے او رمضان هٰغه مبارکه مياشت ده، پۀ کومه کښې چې د رَبّ رحمتونه راوريږي * زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د سخيانو سردار دے، چې څوک څۀ پۀ خُله غواړې هغه ورته عطا کوي بلکې د غوښتلو نه هم زيات عطا کوي بلکې بے د غوښتلو نه هم دومره عطا کوي چې زمونږه هډو کمے نۀ پاتې کيږي، هُم داسې قرآنِ کريم هم ډير سخي دے چې د دۀ يو حرف ولولې نو 10 نيکۍ ميلاؤيږي، هم داسې رَمَضَانُ المُبَارَک هم ډير سخي دے چې د هرې نيکۍ ثواب پۀ شميره کښې دے، د بعضي نيکو ثواب 10 چنده، د بعضي 100 چنده، د بعضي 700 چنده خو د رمضان د مياشتې عبادت يعنې روژه هٰغه ده چې د دې اجر بے حده او بے حسابه ميلاؤيږي * يو بَل ډير اهم نسبت دے، هغه دا چې زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شافعِ محشر دے، د قيامت پۀ ورځ د شفاعتِ کبریٰ منصب به هُم د هغوئي نصيب کيږي، د روايتونو مطابق پۀ زمکه باندې چې څومره وَنې، څومره کاڼي دي، د قيامت پۀ ورځ باندې به خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دې د شميرې برابر د ګنهګارانو شفاعت کوي او جنَّت ته به يـې رَسوي۔ ([1]) هم داسې به قرآن او روژه هم د قيامت پۀ ورځ شفاعت کوي۔ پۀ حديثِ پاک کښې دي: روژه او قرآن به د قيامت پۀ ورځ باندې د بنده شفاعت کوي، روژه به وائي: اے الله پاکه! ما دا د ورځې د خوراک څښاک نه منع کړےوو، د دۀ پۀ حق