Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat
اَلْــحَـمْـدُ لـِلّٰـهِ رَبِّ الْـعٰـلَـمِیْنَ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالــسَّـلَامُ عَلٰی خَاتَمِ النَّبِیّٖن ط
اَمَّا بَـعْدُ فَـاَعُوْذُ بِـالـلّٰـهِ مِـنَ الـشَّيْطٰنِ الـرَّجِیْمِ ط بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم ط
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت وكړو)
د دواړو جهانونو سلطان، سَرورِ ذِيشان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي چي: پۀ ما باندې درودِ پاک لوستل پۀ پلِ صِراط باندې نُور دے څوک چې د جُمعې پۀ ورځ پۀ ما باندې 80 کرته درودِ پاک ولولي د هغۀ به د 80 کالو ګناهونه معاف شي۔ ([1])
پڑھتا رہوں کثرت سے درود ان پہ سدا میں اور ذِکْر کا بھی شوق پئے غوث و رضا دے ([2])
صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد
الوداع الوداع د روژې مياشتې۔۔۔!!
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د روژې د مياشتې اخرۍ عشره جاري ده، الله پاک دې کړي چې څکال د روژې مياشت د 30 شي، داسې به زمونږه يوه روژه او د دې سره سره پۀ رَمَضَانُ المُبَارَک کښې يوه جُمعه نوره هم نصيب شي، ګنې عين ممکن ده چې هُم ننۍ جُمعه جُـمعَةُ الـوداع شي۔ آه! روژه راغله او لاړه هم۔۔۔!!