Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat
علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ داسې تيره کړله چې يو روژه ماتے به يـې د خپل شهزاده امام حسن مجتبیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره کولو، يو روژه ماتے به يـې د حضرت اِمامِ حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره کولو او د يو روژه ماتي د پاره به يـې د حضرت عبد الله بن جعفر رَضِىَ اللهُ عَـنْهما خوا له تشريف وړلو، معمول مبارک يـې دا وو چې د دريو نمړو نه به يـې زيات خوراک نۀ کولو او فرمائيل به يـې: ما ته دا ښه معلوميږي چې د الله پاک سره د ملاقات پۀ وخت زما خيټه خالي وي۔ د شهادت پۀ شپه (يعنې د کومې شپې پۀ سحر چې پۀ هغوئي د وژلو حمله وشوه، پۀ هٰغه شپه) خو يـې حالت دا وو چې بيا بيا به يـې د کور نه بهر تشريف راوړلو او د اسمان طرف ته به يـې کتل او فرمائيل به يـې: پۀ الله پاک مې دې قَسم وي! ما ته هيڅ خبر د دروغو نۀ دے راکړے شوے، دا هم هٰغه شپه ده د کومې چې وعده شوې ده (لکه چې حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته د خپل شهادت د مخکښې نه عِلم وو)۔ ([1])
د 17 يا د 19 رَمَضَانُ المُبَارَک سحر وو، هغوئي د پيشمني پۀ وخت رابيدار شو، چې د سحر د نـمونځ وخت وو نو هغوئي د جومات طرف ته روان شو، پۀ لاره کښې يـې خلقو ته د نـمونځ د پاره اوازونه کول او تشريف يـې وړلو چې ناڅاپه اِبنِ مُلجَم بد بخته پۀ مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ باندې پۀ توره ګزار وکړو، پۀ کومې چې د هغوئي تندے مبارک ډير زخمي شو۔ پۀ دې کښې د څلور واړو اړخونو نه خلقو رامنډې کړې او اِبنِ مُلجَم بد بخته يـې ونيولو۔ د دې غمژنې پيښې نه دوه ورځې پس هغوئي د شهادت مرتبه ترلاسه کړه۔ ([2])
د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ښه سلوک
پۀ روايتونو کښې دي چي: اَمِيرُ المُؤمِنِين مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ زخمي حالت کښې وو، اِبنِ مُلجَم نيولے شوے وو، مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وفرمائيل: اِبنِ مُلجَم قيدي دے د دۀ سره ښه سلوک وکړئ! دا پۀ ښه ځائے کښې پاتې کړئ۔۔۔!! که زۀ ژوندے پاتې شوم نو زما