Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat
يعنې ځانګړي سخي چې کله پۀ مسکين، يتيم او قيدي باندې خوراک اوکړو نو هغۀ ته وائي: مونږه ستا نه بدله نۀ غواړو، چې تاسو مونږ ته شکريه ووايئ! Thanks ووايئ! مونږ ته د دې هم ضرورت نشته، مونږه خو صرف د الله پاک رضا غواړو، آه! ډيره زر يوه ورځ راتلونکې ده، پۀ دغه ورځ باندې به د غير مسلمو مخونه وران شي، زمونږه د هٰغه ورځ نه ويره ده، مونږه پۀ تاسو باندې خوراک دې د پاره وخوړو چې د هٰغې ورځې نه پۀ امن کښې شو۔ ([1])
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا د اِخلاص اوچته مرتبه ده چې بنده پۀ چا باندې اِحسان وکړي، د هغۀ د طرف نه د شکريه ادا کولو خواهش هم اونه لري، د هغۀ مخې ته صرف او صرف د الله پاک رضا وي، بس۔۔۔!! د دې نه علاوه ورسره د هيڅ څه خيال نۀ وي۔
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! زمونږه اَسلافو به هم داسې سخاوت کولو۔ د مسلمانانو د خوږو ميئندو حضرت عائِشه صِدِّيقه طيبه طاهره او اُمِّ سلمه رَضِىَ اللهُ عَـنْهما معمول مبارک وو چې کله به يـې فقير له څۀ هديه ليږله نو وړونکي ته به يـې وئيل چې د هغۀ د دعا الفاظ ياد ساتۀ بيا به يـې هم د هغې پۀ شان الفاظو سره جواب ورکولو او وئيل به يـې: د دُعا پۀ بدل کښې مو ځکه دُعا وکړه چې زمونږه صدقه محفوظ شي۔ ([2])
کاش چې زمونږه هم د داسې سخاوت توفيق نصيب شي، چې مونږه هم پۀ چا باندې احسان وکړو، صدقه ورکړو، نيکي وکړو نو د هيڅ قِسمه بدل خواهش ونکړو بلکې زمونږه مقصد صرف او صرف د الله پاک رضا وي۔
مِرا ہر عمل بس ترے واسطے ہو کر اِخلاص ایسا عطا یَاالٰہی!