Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat
دغه شان پۀ دريمه سيپاره، سورۀ بقره، آيت: 274 کښې هم د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د ځانګړي سخاوت بيان دے، الله پاک فرمائي:
اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ بِالَّیْلِ وَ النَّهَارِ سِرًّا وَّ عَلَانِیَةً فَلَهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْۚ-وَ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَ لَا هُمْ یَحْزَنُوْنَؔ(۲۷۴) (پارہ:3 ، سورۀ بقرہ:274)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق چې پۀ شپه کښې او ورځ کښې پټ او ښکاره خپل مالونه خيرات کوي د هغوئي د پاره د هغوئي اجر د هغوئي د رب سره دے، پۀ هغوئي به نۀ څۀ ويره وي او نۀ به هغوئي غمژن کيږي۔
د يو قول مطابق دا آيت مبارک هم د مسلمانانو د څلورم خليفه اَمِيرُ المُؤمِنِين حضرت مولیٰ علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ شان کښې نازل شو، د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ سره صرف څلور درهمې وې نور ورسره څۀ نۀ وو، هغوئي هٰغه څلور واړه درهمې د الله پاک پۀ لار کښې صدقه کړې او د صدقې کولو انداز يـې څومره ځانګړے وو، هغوئي يو درهم د ورځې صدقه کړو، يو درهم يـې د شپې صدقه کړو، يو درهم يـې ښکاره صدقه کړو او يو درهم يـې پۀ پټه صدقه کړو۔ ([1])
د الله کريم د حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دا ادا خوښه شوه نو الله پاک دا آيت مبارک نازل کړو او اوئې فرمائيل چې هٰغه خلق کوم چې شپه او پۀ ورځ کښې، پۀ پټه او ښکاره صدقه کوي، د هغوئي د پاره د هغوئي د رَبّ سره اَجر دے، پۀ هغوئي باندې به نۀ څۀ ويره وي او نۀ به هغوئي غمژن وي۔
پیکرِ جُودو سخا تُو، میں فقیر وبے نوا تُو ہے داتا میں گدا، مولیٰ علی مشکل کُشا
بھیک لینے کیلئے، دربار میں منگتا ترا لے کے کشکول آ گیا، مولیٰ علی مشکل کُشا
کیوں پھروں در در، بھلا خیرات لینے کیلئے میں فقط منگتا تِرا، مولیٰ علی مشکل کُشا