Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

اَلَّذِیْنَ یُنْفِقُوْنَ اَمْوَالَهُمْ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ ثُمَّ لَا یُتْبِعُوْنَ مَاۤ اَنْفَقُوْا مَنًّا وَّ لَاۤ اَذًىۙ-لَّهُمْ اَجْرُهُمْ عِنْدَ رَبِّهِمْۚ- (پارہ:3 ، سورۀ بقرہ:262)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: هٰغه خلق چې خپل مالونه د الله پۀ لاره کښې لګوي، بيا د خرچ کولو نه پس نۀ احسان ضباتي او نۀ تکليف ورکوي د هغوئي انعام د هغوئي رب سره دے۔

الله پاک دې زمونږه هم د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سخاوت د شان او د سخاوت د انداز نه حصه نصيب کړي۔ کاش چې د اخلاص او د صفا نمونې، مولیٰ مشکل کُشا حضرت عليُّ المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ وسيله زمونږه هم د اِخلاص سره د صدقې او د خيرات کولو جذبه او سعادت نصيب شي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم۔

مِرا ہر عمَل بس ترے واسطے ہو                                                                                کر اِخلاص ایسا عطا یا الٰہی! ([1])

صَلُّوْا عَلَی الْحَبِیْب! صَلَّی اللہُ عَلٰی مُحَمَّد

د حيدر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کورنۍ نااشنا سخاوت

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ قرآنِ کريم کښې پۀ يو بَل ځائے کښې هم د حيدر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کورنۍ  د نااشنا سخاوت بيان دے، پۀ 29 سيپاره، سورۀ دَهر، آيت: 8 او 9 کښې ارشاد دے:

وَ یُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰى حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّ یَتِیْمًا وَّ اَسِیْرًا(۸) اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّ لَا شُكُوْرًا(۹)

(پارہ:29، سورۀ دھر :8,9)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او هغوئي د اللہ پۀ محبت کښې پۀ مسکين او يتيم او قيدي باندې طعام خوري۔ مونږه خاص د اللہ د رضا د پاره پۀ تاسو طعام خورو. مونږه نۀ تاسو نه بدل غواړو او نۀ شکريه۔


 

 



[1]... وسائلِ بخشش ، صفحہ:105۔