Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

خوښه ده چې زۀ دا معاف کووم او که بدله ترينه اخلم، که زۀ شهيد شوم نو د الله پاک پۀ بارګاه کښې به د دۀ نه بدله اخلم۔ ([1])

اَللہُ اَکْبَر! اے د شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عاشقانو! غور وکړئ چې اِبنِ مُلجَم د قتل حمله وکړه، د دې حملې پۀ وجه حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ زخمي دے، شهادت ته نزدې دے، د دې باوجود هغوئي د اِبنِ مُلجَم سره څومره ښه سلوک کوي۔۔۔!! آه! د  سر دښمن سره ښه سلوک خو غټه خبره ده، مونږه خو د يو څو پيسو پۀ وجه د خپلو سَکه وروڼو سره جګړې کوو، پۀ وړو وړو خبرو د خپلو خپلوانو سره خپلولي او غم ښادي پريږدو۔ الله پاک دې زمونږه پۀ حال باندې رحم وکړي۔ کاش چې مونږه د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سيرت نه سبق حاصل کړو او څوک چې زمونږ سره خراب سلوک کوي، د هغۀ سره هم ښه سلوک وکړو۔ الله پاک دې مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د سخاوت شان

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! د حضرت مولیٰ علي، شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ شان ډير لوئي دے، د قرآنِ کريم ډير آيتونه د هغوئي پۀ حق کښې نازل شول۔ د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو ډير ښکلے صفت کوم چې قرآنِ کريم  پۀ ډيرو ځايونو کښې بيان کړو، هغه دے: د هغوئي د سخاوت شان او د صدقې او د خيرات کولو عادت۔ سخيان خو نور هم ډير دي، د صحابۀ کرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوان سيرت چې ولولئ نو ډير سخيان به درته ميلاؤ شي خو د سخاوت چې کوم ځانګړے انداز قرآنِ کريم د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بيان کړے دے، دا هم د هغوئي خاصيت دے۔

د مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ يو خاصيت


 

 



[1]... طبقات الکبریٰ ، جلد:3 ، صفحہ:25۔