Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

له ورکړو نو پۀ دې باندې الله پاک د هغوئي شان څۀ بيان کړو؟ واوروئ! ارشاد دے:

فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَ لَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّ سُرُوْرًاۚ(۱۱) وَ جَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّ حَرِیْرًاۙ(۱۲) مُّتَّكِـٕیْنَ فِیْهَا عَلَى الْاَرَآىٕكِۚ-لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّ لَا زَمْهَرِیْرًاۚ(۱۳) وَ دَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَ ذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا(۱۴) (پارہ:29 ، سورۀ دھر:11 تا 14)

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: نو هغوئي به اللہ د هٰغه ورځې د شر نه بچ کړي او هغوئي ته به تر و تازګي ورکوي۔ او د هغوئي د صبر پۀ سبب به هغوئي ته جَنَّت او ريښمينې جامې پۀ بدله کښې ورکوي۔ هغوئي به جَنَّت کښې پۀ تختونو ډډې وهلې وي، نۀ به پۀ هغې کښې نـمر ويني او نۀ سخته يخني۔ او د هغې سوري [سايه] به پۀ هغوئي راښکته شوې وي او د جنت ګنګوري به لاندې راښکته کړے شوي وي۔

دا ده د قربانۍ او د سخاوت د اخرت جزا۔۔۔!! الله پاک دې مونږ ته هم د غريبانانو، مسکينانو او د يتيمانانو د خيال ساتلو توفيق راعطا کړي۔

  اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم 

د عطياتو ترغيب

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! ستاسو خپل دِيني تنظيم دعوتِ اِسلامي دا وخت د اتياؤ [80] نه پۀ زياتو شعبو کښې د دِين خدمت کوي اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! * د کنزُ الـمدارس بورډ پۀ نوم د دعوتِ اِسلامي خپل تعلمي بورډ دے * تقريباً د 16500 نه زيات جامعات او مدارسُ الـمدينه د هلکانو او جينکو (Boys & Girls) ماشومانو د پاره قائم دي، پۀ کومو کښې چې د حفظ او ناظرې، عالِم کورس (درسِ نظامي)، مختلف تَخصُّصَات (Specialization)، فرض علوم کورسز کولے شي * د جامعات او مدارسُ الـمدينه (بوائز اينډ ګرلز) د طالبِ علمانو شميره کم او زياته 5 لاکھه 30 زره ده * د زيات عمر