Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat
پۀ قرآنِ کريم کښې د يوې داسې صدقې ذِکر هم موجود دے کومه چې صِرف او صِرف حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ادا کړې ده، بَل چا ته پۀ دې باندې د عمل کولو هډو وخت ميلاؤ نۀ شو۔ هٰغه صدقه کومه ده؟ الله پاک فرمائي:
یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِذَا نَاجَیْتُمُ الرَّسُوْلَ فَقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقَةًؕ- (پارہ:28 ، سورۀ مجادله:12)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ چې کله تاسو رسول ته پۀ تنهايۍ کښې څۀ خبره عرض کول غواړئ نو د خپل عرض نه مخكښې څۀ صدقه ورکړئ۔
پۀ دې آيت مبارک کښې الله پاک حکم وکړو چې کله تاسو زمونږ د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ خدمت کښې پۀ تنهايۍ کښې څۀ عرض کول غواړئ نو د هغې نه مخکښې صدقه ورکوئ! د بعضې روايتونو مطابق پۀ دې حکم باندې صرف حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ عمل وکړو، هغوئي يو دِينار [يعنې د سرو زرو سِکه] صدقه کړه او د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه يـې د 10 مسئلو پوښتنه وکړه۔ ([1])
چې بَل يو صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ دې باندې عمل کړے وے، د دې لا هډو موقع نۀ وه راغلې چې دا حُکم منسوخ شو او الله پاک دا آيت مبارک نازل کړو:
ءَاَشْفَقْتُمْ اَنْ تُقَدِّمُوْا بَیْنَ یَدَیْ نَجْوٰىكُمْ صَدَقٰتٍؕ-فَاِذْ لَمْ تَفْعَلُوْا وَ تَابَ اللّٰهُ عَلَیْكُمْ فَاَقِیْمُوا الصَّلٰوةَ وَ اٰتُوا الزَّكٰوةَ وَ اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَ رَسُوْلَهٗؕ- (پارہ:28 ، سورۀ مجادله:13)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا تاسو د دې خبرې نه ويَريدئ چې تاسو د خپل عرض نه مخكښې څۀ صدقه ورکړئ، بيا چې تاسو (دا) ونکړل او الله پۀ خپله مهربانۍ پۀ تاسو رجوع وفرمائيله، نو تاسو نـمونځ قائم ساتئ او زکٰوة ورکوئ او د الله او د هغۀ د رسول فرمانبردارہ اوسئ۔
حضرت علي المُرتضیٰ رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: چې کله دا آيت مبارک: