Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat
کله هغوئي ته پخپله هم سخت حاجت وو۔ چې پخپله خيټه موړ وي او انسان سخاوت وکړي نو دا اسانه خبره ده خو پخپله وږے پاتې کيدل او پۀ نورو باندې خوړل دا مشکله خبره ده، د حيدر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کورنۍ د سخاوت دا شان دے چې هغوئي ته پخپله حاجت دے، خپل يـې ضرورت دے خو دوئي خپل حاجت او ضرورت شاته غورځوي او پۀ نورو باندې يـې خوري۔
بيا دې ته وګورئ! چې هغوئي ته د دې سخاوت ترغيب کوم څيز ورکړو؟ آيا هغوئي مَعَاذَ الله! شهرت غوښتلو، د خلقو پۀ زړونو کښې يـې خپل محبت، خپل مقام زياتول غوښتل، د خپلو تعريفونو خواهش مند وو؟ نا۔۔۔!! هيڅکله هم نا۔۔۔! الله پاک فرمائي:
عَلٰى حُبِّهٖ (پارہ:29، سورۀ دھر :8)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: د الله پۀ محبت کښې۔
د حضرت مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کور والؤ، دې پاکو خلقو درې ورځې پخپله پۀ اوبو باندې روژه ماته کړله او پۀ مسکين، يتيم او قيدي باندې يـې خوراک وخوړلو، د دې سبب څۀ وو؟ د الله پاک محبت۔۔۔!! دا ښکلے سخاوت يـې د الله پاک پۀ محبت کښې او د هغۀ د رضا د حاصلولو د پاره کولو۔
سُبْحٰنَ اللہ! دې ته وئيلے شي: سخاوت۔۔۔!! دې ته وئيلے شي قرباني۔۔۔!! خلق اول خو سخاوت هُم نۀ کوي؟ که کوي يـې هم نو وړومبے خپل ضرورتونه پوره کوي، بيا د نورو طرف ته توجه کوي، بيا يـې چې کله نورو له ورکوي هم نو ريا، بل ته ښودل، ځان خوښي او پته نۀ لګي چې کوم قِسمه باطني بيمارۍ مونږه راګيروي۔ کاش چې د حيدر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کورنۍ پۀ وسيله الله پاک مونږ ته د اخلاص نه د ډک سخاوت کولو توفيق راعطا کړي۔
اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم