Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

Book Name:Mola Ali Ki Shan e Sakhawat

پۀ دې آيت مبارک کښې د اَمِيرُ المُؤمِنِين مولیٰ علي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د هغوئي د کور والؤ د ايمان تازه کوونکي سخاوت بيان دے، پۀ روايتونو کښې دي: يو ځل حضراتِ حسنين کريمين (يعنې اِمامِ حسن مجتبیٰ او اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهما) ناروغه شول، پۀ دې باندې د هغوئي بابا جان حضرت علي شيرِ خُدا، د هغوئي خوږې مور جانې سيده خاتونِ جنَّت فاطِـمةُ الـزَهراء او د هغوئي خادِمې حضرت فِضّه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم مَنَښته وکړه چې که الله پاک شهزادګانو ته صحت عطا کړي نو مونږ به درې روژې نيسو۔

نو د الله پاک کرم وشو، د دواړو شهزادګانو صحت نصيب شو، نو د مَنَښتې پوره کولو د پاره دريو واړو حضراتو عالي وقار درې روژې ونيولې۔ حضرت علي المُرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ درې صاعه وربشې راوړلې، وړومبۍ روژه يـې ونيوله، د روژه ماتي د پاره يو صاع (يعنې تقريباً 4 کلو د وربشو) ډوډۍ پخې کړے شوې، چې د روژه ماتي وخت شو نو د دريو واړو روژه نيوونکو مخې ته ډوډۍ کيښودلے شوې، د روژه ماتي انتظار کيدلو چې دروازې ته يو مسکين حاضر شو، هغۀ د ډوډۍ د پاره سوال وکړو، د سخيانو کورنۍ وه، دَر ته راغلے سوالګيرے دې خالي لاسونه لاړ شي، دا هغوئي چرته خوښول، نو ټولې ډوډۍ يـې هٰغه مسکين له ورکړې او دريو واړو حضراتو عالي وقار پۀ اوبو باندې روژه ماته کړله، پۀ بله ورځ باندې بيا د روژه ماتي وخت شو، يو صاع (يعنې تقريباً 4 کلو) د وربشو ډوډۍ پخې کړے شوې، دسترخوان تيار کړے شو، د روژه ماتي انتظار کيدلو، نن يو يتيم دروازې ته راغلو، هغۀ هم د ډوډۍ سوال وکړو، د سخيانو کورنۍ نن هم ټولې ډوډۍ يتيم له ورکړلې، پخپله يـې روژه پۀ اوبو باندې ماته کړله۔ دريمه ورځ راغله، بيا يو صاع (يعنې تقريباً 4 کلو) د وربشو ډوډۍ پخې کړے شوې او پۀ دسترخوان باندې کيښودلے شوې، پۀ دريمه ورځ هم يو سوالګيرے راغلو، الله! الله! قربان شم! د حيدر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د کورنۍ څومره د کمال سخاوت دے، دې حضرات عالي وقار پۀ دريمه ورځ هم صبر وکړو او ټولې ډوډۍ